دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد ایران د پارلمان غړي پر افغان کډوالو د لا ډېر محدودیت...

د ایران د پارلمان غړي پر افغان کډوالو د لا ډېر محدودیت غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) د ایران د پارلمان یوه غړي په خپل هیواد کې د افغان کډوالو د شمېر زیاتېدو ته په اشارې ادعا وکړه چې د بهرنیو اتباعو ډېرېدا د ایران خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ دی.

حسین علي حاجي دلیګاني د اسلامي جمهوریت بنسټونه د پردیو اتباعو د مدیریت په برخه کې په بې مسوولیتۍ تورن کړل.

ایراني چارواکي “بهرني اتباع” عموماً افغان کډوالو ته وايي ځکه چې د نورو هیوادونو دومره وګړي په ایران کې نه شته چې د پام وړ وي.

 د ایران د کورنیو چارو وزارت پر اساس په دغه هیواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسي. ځینې وخت ایراني چارواکو په خپل هیواد کې د مېشتو افغانانو شمېر تر دې خورا ډ‌ېر حتي ۷ میلیونه هم ښيي.

د ایران د پارلمان غړي حاجي دلیګاني ویبپاڼې “دیدیبان ایران” ته وویل، حتی هغه بهرني اتباع چې اجازه لیکونه او د استوګنې کارتونه لري یو ګواښ دی، ځکه چې “دوی ژر ژر ماشومان زېږوي او خپل نفوس زیاتوي.”

ده په ​​ښارونو او کلیو کې د کډوالو د شتون لپاره د مشخص حد د ټاکلو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې مهاجر باید د ایران د نفوس له دریو سلنې څخه زیات نه وي.

دلیګاني وويل د ايران اسلامي شورا بايد داسې لایحه تصويب کړي چې د ايران په بيلابيلو سيمو کې د مهاجرو د شتون له امله د نفوسو انډول له ستونزو سره مخامخ نه شي، ځکه چې د ده په وينا په يوه مشخص ګاونډ، کلي او ښار کې د پردیو زياته راغونډيدا د اندېښنې وړ او خطرناکه ده.

ده زیاته کړه: «حکومت بايد په ايران کې د پاتې کډوالو لپاره داسي شرايط برابر کړي چې يوازې په ځانګړو دندو وګومارل شي. بهرنيانو ته د کارتونو د ورکولو لپاره هم باید داسې شرایط برابر شي چې یوازې په کارتونو کې په ټاکل شوې ساحه کې تګ راتګ کولی شي.»

هغه د افغانستان پر پوله د دیوال پر جوړولو ټینګار وکړ او د ایران له راتلونکي حکومته یې وغوښتل چې افغان کډوال وباسي.

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځینو کاندیدانو ویلي چې د بریالیتوب په صورت کې به د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله دیوال جوړ کړي.

په تېرو څلور لسیزو کې په افغانستان کې د ناامنیو او محدودو اقتصادي فرصتونو له امله افغان کډوال ایران ته تللي دي.

دوی په عمده توګه په ټیټ معاش په داسي سختو برخو کې کار کوي چې ایرانیان حاضر نه دي په داسي سختو برخو کې کار وکړي.

د ایران حکومت په وار وار له افغان کډوالو غوښتي چې په ځانګړو ښارونو کې ژوند وکړي.

د بشري حقونو فعالانو له کډوالو سره د ایران د حکومت او خصوصي سکټور چلند له تبعیضه ډک او استحصالي (استثماري) بللی دی.

1 COMMENT

  1. مونږ په افغانستان کې اسلامي جمهوریت غواړو.
    اسلام مرز ندارد .
    ما با افغانیها ( د ایران خلک د افغان چې زمونږ ملت دی او افغاني چې زمونږ پولي واحد دی ، فرق نه شي کولای ) ، روابط و مشترکات دیني ، مذهبي ، فرهنګي و زبان پارسي داریم .
    مولانا جلال الدین بلخي و ابن سینای بلخي از بلخ ایران هستند.
    سید جمال الدین افغان از اسد آباد ایران بود.
    سلیمان لایق ، محمود فاراني ، عبدالاحد مومند هم از ایران بودند و هستند .
    دا هم د ایراني وکیل ګلان چې په مهاجرو افغانانو یې شیندلي دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب