سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان پر لیتیمو د هند او چین سیالي

د افغانستان پر لیتیمو د هند او چین سیالي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) په واشنګټن کې د سټیمسن له مرکز سره تړلې “د جنوبي اسیا غږونه” ویبپاڼې په یوه شننه کې لیکلي چې هند هڅه کوي له افغانستانه د یو تریلیون ډالرو زېرمې ترلاسه کړي، خو چین یې په دې سوداګرۍ کې اصلي سیال دی.

دې ویبپاڼې ویلي چې په افغانستان کې له دې سره سره چې طالبان واکمن دي، امنیتي بې ثباتي او په دغه هېواد کې د تاسیساتو یا زیربناوو ستونزې شته، نو د لیتیم سرچینو ته لاسرسی ستونزمن ښکاري.

«د جنوبي اسیا غږونو» ادعا کړې چې د افغانستان په کانونو کې د هند ونډه به د دغه هېواد لپاره یوه داسي ستراتیژیکه پانګونه وي چې د طالبانو په ګټه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي چاپېریال له ښه کولو سره مرسته کولی شي.

د دې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، اوسمهال چین د نړۍ د لیتیم پر ۶۰ سلنه کنټرول لري، نو که هند له افغانستان څخه د اړتیا وړ لیتیم په ترلاسه کولو بریالی شي، پر چین به د دغه هېواد انحصار کم شي.

دې ویبپاڼې لیکلي، طالبان په دې باور دي چې د لیتیم کان د استخراج په برخه کې له هند سره د معاملې ګټې ډېرې دي، ځکه د پانګونې او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره شرایط برابروي.

د ۱۴۰۱ کال د اګست په میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ولسي جرګې ته څرګنده کړه چې نوي ډیلي په افغانستان کې د لیتیم د کانونو د استخراج لپاره د طالبانو حکومت ته وړاندیز نه دی کړی.

3 COMMENTS

  1. دا به اوس معلومیږي چې طالبان له هند سره دا قرارداد لاسلیک کوي او کنه؟ که یې له هند سره قرارداد لاسلیک کړ نو د پاکستان له خوا به ورباندې فشار راشي. د مهاجرینو را ایستل به چټک شي، هوايي بریدونه به زیات شي، تورخم او سپین بولدک لارو کې به خنډونه ډیر شي. امکان نه لري چې طالبان به د پاکستان له خوښي پرته داسې کار وکړي.

  2. دا قرارداد که د هر چا سره وي ډیر خطرناک دی، ځکه طالبان یو قانوني دولت ندی دوی یوه جنګي ډله ده چې د اسلام په نوم کفري هیوادو جوړه کړې او کنترول یې پاکستان ته ورکړی. پاکستان د dog walker وظیفه ترسره کوي. پدې دریو کلونو کې طالبانو د هیواد ډیر څه لوټ کړل، کانونه، ګمرکونه، هوایې حق العبور چې میلونونه ډالر د میاشتې کیوي مګر د بې غیرته ملت لپاره یې هیڅ هم ندي کړي او دا ویده ملت یواځې ژوندی خوشخاله دی. لیتیم هم که دا ډله د چا سره قرارداد کړي نو لوی جنایت به وي او دا یواځنۍ سرمایه چې دا هیواد لري به هم لوټ او د یو څو غلو پاکستان او امریکا ګټه به شي.

  3. کچیری نوموړي هوکړه شونتیا ولری نو دلته د طالب چارواکو لپاره نهایت لوړه مسلکی پوهه اړینه ده او له بده مرغه چی اوس افغانستان داسی کدرونه هنوز نلری! بله داچی د لیتیم کمیاب فلز تجارت هنوز په کور د ننه نا بلده تجربه ده. نو زما وړاندیز داسی دۍ: اول:- باید طالب چارواکی دافغانستان جیولوجیکی سروی یا څیړنی ریاست کی افغانی مسلکی کسان پخانګړی توګه د لابراتواری تجزیی په برخه کی ولری او یا یی له بهر څخه چی د دریم هیواد وی وګوماری البته د قرار داد کوونکو هیوادونو څخه باید نه وی. دوهم: د معدن کشف ډیره ارزښتناکه مرحله او مسله ده دلته هم باید افغانان خپل مدیریت د بل په لاس ور نکړی او که متخصص ګوماری نو بیا هم له قرار داد کوونکو هیوادونو څخه نه وی له دریم هیواد څخه باید چی وی. دریم:- حتما باید د چارو په سر کی افغانی وطنپاله متخصصین وګومارل شی. د امریکا دجیولوجیکی څیړنو اداری USGS د هوایی انځورونو په مټ دافغانستان د لیتیم ذخیری د یو تریلیون امریکایی ډالرو په کچه اټکل کړیدۍ. څلورم:-بله یی د غنی کولویا بډایینی تخنیکی پروسه ده چی باید په هیواد کی د ننه تر سره شی.پنڅم:- او همدا راز تولیدات او مصنوعات یی د پانګوال هیواد سره په ګډه ملتیا په کور د ننه برنډ تولید شی. تر څو هم خلکو ته د کار زمینه برابره شی او هم دصنعت د بنسټ ډبره دلته په هیواد کی کښیښودل شی. د یادولو وړګڼم چی د لیتیمو ‌ذخیری د افغانستان په نیمروز او ناور ریګونو کی د ثانوی کان په بڼه او د نورستان په پګماتیت ډبرو کی د اصلی کان په بڼه شتون لری. او په پای کی سورت النساُ آیت ۵۸: یاایهالذین آمنو ان تود الامانات الی اهلها. ژباړه: ای د ایمان خاوندانو،تاسو وسپاری امانت دهغوی اهل ته. دلته دا کار د جیولوجی اومعدن د مسلکی خلکو امانت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب