دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهملالې یوسفزۍ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه...

ملالې یوسفزۍ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه وغندله

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د تعلیم د ترویج نامتو فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان د حکومت له لوري په زوره د افغان کډوالو پر ایستلو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هغوی استول «خطرناک» دی.

دې پر خپله ایکسپاڼه په څو پوسټونو کې، د افغان میرمنو او نجونو ناوړه وضعیت ته اشاره کړې او لیکلي، په اوسني حال کې چې طالبان واکمن دي له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو په زوره ستنول خورا خطرناک دي او دا په تېره بیا نجونو او ښځو ته اندېښنه لري.

یوسفزۍ د طالبانو رژیم پر”جنسیتي تبعیض” تورن کړ، ویې ویل چې نن په افغانستان کې ښځې او نجونې له ناوړه چلند او ګواښونو سره مخامخ دي. هغې په ګوته کړه چې نجونې له شپږم ټولګي څخه وروسته ښوونځي ته له تلو منع دي چې دا د دوی راتلونکي ته ویجاړونکې پایلې لري.

 اغلې یوسفزۍ ټینګار وکړ: «د دوی خوندیتوب او حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.»

دې فعالې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د ژغورلو لپاره دې د طالبانو له زیاتیو څخه د افغانانو د ژغورلو لپاره پر خپله پالیسۍ له سره غور وکړي.

هغې له پاکستاني چارواکو دا غوښتنه هم وکړه چې ډاډ ترلاسه کړي چې په پاکستان کې پاتې افغان نجونې زده کړو ته لاسرسی لري.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي خو تازه طالب چارواکو د نجونو نژدې ۵۰ خصوصي ښوونځیو ته اجازه ورکړې چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې پیل کړي.

د طالبانو دې پرېکړې هیلې غوړولي چې هغوی به په تدریج دولتي ښوونځي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب