دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهطالبانو د نجونو نژدې ۵۰ خصوصي لېسو ته د فعالیت اجازه ورکړې

طالبانو د نجونو نژدې ۵۰ خصوصي لېسو ته د فعالیت اجازه ورکړې

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) راپورونه وايي چې د طالبانو د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو نژدې ۵۰ خصوصي ښوونځیو ته د پرانستو اجازه ورکړې ده.

طالب سرچینې وايي چې د سې شنبې په ورځ د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته حکم شوی چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې پیل کړي.

طالب سرچینې دا پرېکړه د دوحې له خبرو سره تړلې نه بولي او ټینګار کوي چې دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او دوی له مخکې هم غوښتل چې د شرایطو له برابرېدو سره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

تراوسه پورې د نجونو د کوم دولتي ښوونځي د پرانیستل کېدو په اړه راپور نه شته خو اوازې دي چې په کابل، هرات او مزارشریف ښارونو کې د نجونو څو لېسې پرانستل شوي دي. دا اوازې نه طالب چارواکو او نه خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي دي.

له طالبانو څخه د نجونو د لېسو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه نه یوازې د افغانانو بلکې نړیوالو یوه اساسي او جدي غوښتنه ده او د ډېرو په بارو تر څو چې طالبان افغان ښځو او نجونو ته د دوی دا اساسي بشري او اسلامي حق ورنه کړي، نه یوازې د دوی حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي بلکې د افغانستان اقتصادي ستونزې هم دوام کوي.

2 COMMENTS

  1. که په انسانیت کې دا ستر او مهم ګام طال.ب ماما پورته کړي وې نو دَ امنیت او عدالت تر څنګ دوی باید د افغانستان سپيڅلي او اصلي خدمتګاران وګڼل شي!
    لدې وروسته دَ افغانستان دَ آبادۍ او پرمختګ لاره خلاصه او روښانه شوه! او اوس باید په طا.لب ماما ؤویاړو او په دې ستونځمنه او مقدسه لار کې ورسره مرسته وشي!

  2. دیر خه خبر الله ج د خیر او برکت پکی واچوی افغانستان د نور الله ج د پرمختګ او ابادی اتفاق او ثبات په لوز ګامزن کړی.
    خویندو او شارګردانو ته هم پکار ده چی په شرعی جامه ځان سمبال کړی او خپلو درسونو ته ادامه ورکړی او دا وطن نور د خارجی دسییو نه خلاص شی. زنده باد افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب