دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهزبلینسکي ټرمپ ته: د جګړې د پای ته رسولو پلان دې راته...

زبلینسکي ټرمپ ته: د جګړې د پای ته رسولو پلان دې راته وښیه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د امریکا د جمهوریپال ګوند نوماند ادعا کوي چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کبله پیل شوې جګړه به حتی مخکې له دې چې په رسمي توګه واک ته ورسیږي، حل کړي.

 د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ (سرطان۱۳) اعلان وکړ چې که ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو ادعا کوي، باید د خپل پلان د جزییاتو د افشا کولو لپاره د نوومبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته انتظار ونه باسي

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د دغه هېواد له اوسني ولسمشر جوبایډن سره په یوه تلویزیوني مناظره کې وویل: «د منتخب ولسمشر په توګه او حتي مخکې له دې چې د جنورۍ په ۲۰ مه د امریکا د رسمي ولسمشر په توګه کار پیل کړم، د د پوتین او زیلینسکي ترمنځ جګړه حل کولی شم.»

که څه هم د جمهوريیپال ګوند احتمالي نوماند د اوکراین په اړه خپله مشخصه تګلاره یا پالیسي په ښکاره ډول نه ده په ډاګه کړې، خو په وار وار یې ویلي چې د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د جګړې پای ته رسول به یې له لومړیتوبونو څخه وي.

ښاغلي زیلینسکي له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې وویل، «که ټرمپ د دې جګړې د درولو پلان لري، باید همدا اوس یې افشا کړي. موږ باید له هر هغه خطر څخه، چې د اوکراین خپلواکي یا زموږ هیواد ته احتمالي ګواښونه رامنځته کوي خبر او ورته چمتو یو.»

زیلینسکي وویل، اوس غواړي پوه شي چې ایا له اوکراین سره به د نوومبر له پنځمې، یعني د امریکا له انتخاباتو وروسته، د متحدو ایالتونو قوي ملاتړ دوام ولري.

د اوکراین ولسمشر یادونه وکړه «دوی نه شي کولی زما د ژوند، زموږ د خلکو او زموږ د ماشومانو راتلونکې دېکته کړي. زما خبره دا ده چې که دوی کوم پلان لري، حتی که دا د ټاکنو له امله په زغرده اعلانولی نه شي، موږ باید مخکې له مخکې پوه شو چې ورته چمتو یوو.»

تیره اونۍ له بایډن سره په خپله مناظره کې ټرمپ روسیې ته د اوکراین د څلورو سیمو د سپارلو په بدل کې د جګړې د پای ته رسولو په باب د پوتین غوښتنه د منلو ونه بلله.

په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ته ځینو نژدې چارواکو او سلاکارانو پولیټیکو ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړی په ​​​​یوه تړون غور کوي چې په هغه کې ناټو ژمنه کوي چې «د ختیځ لوري ته به نه پراخیږي – په ځانګړې توګه په اوکراین او ګورجستان کې» او له روسیې سره به په دې خبرې وکړي چې مسکو د اوکراین څومره خاوره له ځان سره ساتلی شي.

د بایدڼ او ټرمپ له وروستۍ مناظرې وروسته نظرپوښتنې ښيي چې د بایډن په وړاندې د ترمپ پلویان خورا ډېر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب