دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+غيرمنقوط ليکنه: لاعلمی او کوهی | رحمت شاه فراز

غيرمنقوط ليکنه: لاعلمی او کوهی | رحمت شاه فراز

د اوس دور علم د اصلاحِ عام وړ گرځول د معلم کار دی. هر ادم مسوول دی، دا د محمد سلمه الله کلمه ده. هر کله معلم مسوول وو، د عالَم لاس هوساوالی مومی. له ما ور ها لوری ممالک دا کلمه له دِل او روحه عملی کړی، اوس هر کام او گام کی له ما سم دی. علم کی اول ملک هر ډګر کی اول دی.
لاعلمی اوس دور کی ادم کوهی له رسوی. د کوهی علامه دا ده، ادم له ها لور عالمه لاعلمه وی. اوس عاَلم کلی دی، علم همه عالَم وصل کړی دی او همدا علم د وصل وسائل درکوی.
د کوهی علامه دا هم ده، ادم معلوم ځای کی ولاړ وی. لاعلمی سره هم همداسی. ملکِ ما هم معلوم ځای کی ولاړ دی، دا د لاعلمی له امله ده. دوه سوه کاله لری کوم ځای کی وو، اوس هم.
علم ځواک هم دی. ځواک د هر سړی او مادی وسله ده. که ما سره وسله وی، هم کلی اراموم، هم دگر ممالکو سره سم سړی‌وار کلام کوم. لری، لری عصرو کی سړی سره لاعلمی ملګری وه، ډار ورسره وو. اوس هم که ډار ورسره مل وو، هرومرو د لاعلمی علامه ده. عالِم ولی ډار ولری؟
علم ځلا هم ده. کور، کلی، کاله علم سره ځلا مومی. مگر اهمه دا ده د ادم د سر کاسه هم له همدی سره ځلا کوی او همدا کاسه د وار سره د ملک او عالَم د ځلا لامل ګرځی. که د سر کاسه مکدر وی، کور او کلی هم مکدر وی.
د دی عالم واکدار کلام کی د «ولوله» امر کړی. دا امر هر عام او لاعام، سړی او ماده، لوی او ووړ لره دی. اوس دور کی دا امر عمل کی راوړل د ځمکی د واکدار کار دی. حال کی ممالک هر وگړی لره که ماده وی او سړی وی، د علم مساوی رسولو او عامولو کی گَرَم دی.
راځئ همدا اوس ورځ د لوړ واکدار د کلام امر عملی کړو او علم حاصل کړو او د کوهی سر له را ووځو او وگورو عالَم کوم حد اړولی دی او ملکِ ما کوم سرحد سره دی.
د «ولوله» امر ولس کی عام کړئ او رسولو کی دوه دِله لاره مه وهئ. د کور ماده وگړو لره د علم کار او لار اماده کړئ. دا کار د دوی لاس هم هوسا کوی د کور لاس هم.
***
نوټ: د دې ليکنې يوه کلمه هم ټکي نه لري، غيرمنقوط ليکنه ده. د لفظ د وروستۍ (يا) ټکي اختراعات دي، طبيعي ژبه ورته محتاجه نه ده او د لفظ منځ کې ما کارولې نه ده.

2 COMMENTS

    • و ع سلام، رب مو قدرمن لره ساپی صاحب!
      همداسې وه، د جاهليت د دورې عرب ډېر پياوړي عربي دانان وو، ټکو ته يې هم ضرورت نه درلوده. خو وروسته ځينې پیښې وشوې، چې بيا قرآن کريم ته ټکي ورکول شو.
      او اعراب بيا د عجمو لپاره ورکول شوي.

      مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب