Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: د ۵ میلیارده افغانیو پروژې مو منظور کړې

د ملا برادر دفتر: د ۵ میلیارده افغانیو پروژې مو منظور کړې

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د دوی د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د اوو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په هر اړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دېوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې مالي تمویل یې د طالبانو د  اسلامي امارت له لوري کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...