یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ننګرهار په مومندرې کې د داعش پر پټنخایونو برید کړی

طالبانو د ننګرهار په مومندرې کې د داعش پر پټنخایونو برید کړی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۸ مه) طالبانو ته نژدې رسنیزو سرچینو ویلي چې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالي کې د داعش ډلې د پټنځایونو پر ضد عملیات شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې د “ذکرالله” په نوم د داعش یو غړی، چې په  “ابوشیر” مشهور و، وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت ته یوې نژدې رسنۍ المرصاد ویلي چې ابو شیر د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی و او په دې ولسوالي کې د داعش د پوځي تشکیلاتو مسوول و.

سره له دې چې طالبان وايي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې خو د امریکا او روسیې په شمول نړیوال باور لري چې دا ترهګره ډله لا هم سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.

د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» په وروستیو کې ویلي و چې داعش ډله د دوی د ځواکونو له لوري ځپل شوې ده. مجاهد همداراز ویلي«داعش ترهګره ډله هغه پدیده نه ده چې د افغانستان لپاره د مشکلاتو د رامینځته کولو توان ولري، ځینې د داعش د ګواښونو په اړه مبالغه کوي.»

2 COMMENTS

  1. دا هر څه دوی د پاکستان لپاره کوي اوس به بې ګناه او هغه خلک چې ددوی د ایډیالوجۍ خلاف دي دداعش په نوم یا نیسي او یا وژني. له یوې خوا وایي چې داعش مو نابود کړی مګر اوس چې د پاکستان د عملیاتو خلاف پښتانه راوچت شو دوی دا شیان شروع کړل تر څو خپل پنجابیتوب ثابت او د پاکستان عملیاتو ته مشروعیت ورکړي. طالب افغان ندی ددوی لویان اوس هم پنجابیان دي او مکمل اوامر د ای اس ای پر ځای کوي. ملت که اوس هم ویښ نشي لرې نده چې افغانستان درته د پاکستان پنځمه صوبه اعلان کړي.

  2. محترم سلیمان صاحب ، د افغان ملت غولولو لپاره غلیسی امریکا پلانیز دا قادیانی پنجابی قاتل چړیان د پنجابیانو راتلوونکی حکمرانی لپاره په بی شرمانه شکل دوهم ځل لپاره کابل ته راوستل او ددوی لپاره نورو چورکوونکیو قاتلانو د غلیسی امریکا په امر په اتفاق سره دی پنجابیو چړیانو ته افغانستان پریښود ! اوس افغان صادق مسلمان ملت واقعآ ددوی اسلامیت باندی مکمل باور لری باید ټول ملی افغانان ناستومانه د افغان ملت سترګی ددی پنجابیو غلامو باره کښی خلاصی کړی او دی برخه کښی په ډیر احتیاط سره کار شروع شوۍ دی او دا ملی اقدام باید د افغانانو له خوا وسعت ومومی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب