یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد پښتون ژغورنې فعال غړی (ګیله من وزیر) په اسلام اباد کې...

د پښتون ژغورنې فعال غړی (ګیله من وزیر) په اسلام اباد کې سخت ټپي شوی

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) نامعلومو کسانو، چې باور کېږي د پاکستان له امنیتي ادارو سره تړاو ولري، د پښتون ژغورنې غورځنګ خوله ور غړی ګیله من وزیر سخت ټپي کړی دی.

راپورونه وايي چې پر ښاغلي ګیله من نن مازدیګر د اسلام اباد په B 17 برید شوی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو ګیله من وزیر ته نژدې کسانو تایید کړه چې هغه سخت ژوبل شوی او اوس د اسلام اباد په یوه روغتون کې بستر دی.

څو میاشتې پخوا د پاکستان استخباراتي ادارې ګیله من نیولی او سخت شکنجه کړی و. ده له خوشي کېدو وروسته ویلي و چې استخباراتي مامورینو سخت کړولی دی.

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی دی او په ټولنیزو رسنیو کې پر پښتنو د امنیتي ادارو د زور زیاتیو د غندلو ترڅنګ د لوی افغانستان د داعیې لپاره هلې ځلې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتني سیمو کې د پاکستان د نویو پوځي عملیات، چې د «عزن استحکام» نوم یې ورکړی، غندلی او ویلي یې دي چې دا عملیبات به هم د تېرو عملیاتو په شان د زرګونو پښتنو له بې درکۍ او د کورونو له ویجاړېدو پرته بله نتیجه ونه لري.

5 COMMENTS

  1. کیله من وزیر ته دې الله زر تر زره روغتیا ور په برخه کړي. ای ای ای لوی میکروب دی. زما خو نوي په سلو کې شک دا دی چې د تورخم د عکسونو توطیه هم د هغه جا کار دی چې ګیله من باندې یې د حملې بندوبست کړی دی.

  2. الله دې ملګري مبارز پښتون ګیله من وزیر ته عاجله او کامله شِفاءورکړي ؛پی ټی ایم زنده باد!
    دا خو د تورلینګیو عیبت آباټی، یهودمشربو، تش په نامه اسلام ابات ! ګوډاګیو لڼډغرو!!!کار دی چې د جهاد افغانستان دفاع پوکسټین! له وخته ، ملی مبارز او روڼآندی پښتانه/افغانان په نښه کوي له نجیب نه تر نقیبه او له ارمان نه تر عارف او عثمان لالا تر افضل لالا……. په سلګونو انسانان ې شهیدان کړي؛ په زرګونو ې لادرکه او بندیان کړي ؛ کورونه او کاروبارونه ېې وران کړي او لا هم د فوج او استخباراتو سپیان د ډیموکراسۍ او انتخباتو او پیشرفت دعوا کوي؛ ساده زړي ډیري پشتانه هم د دوی پر اوتو بوتو غولیږي او خپل دوست او دشمنان نه پیژني!
    اې جو دهشتګردي هی
    ایس کی پیچهې وردو هی!!

  3. الله دې ورته عاجله شفا ورکړي او دا کار خو معلومه ده چې ای اس ای کړی خو کوم ګلخان به یې استعمال کړی وي، ځکه ګلخان د پیسو لپاره خپله خور او ښځه هم پنجابي ته بوځي.

  4. زموږ د ټولو لروبر دښمن د لمر په شان ټولو ته روښانه دی او هغه – هغه څوک دی چې دلته په سيمه کې د لوی زاړه استعمار د ګټو لپاره په بېلابېلو وختو او ځايونو کې جنګېدلي له تبت او اړوندو سيمو راواخله تر فلسطينه د اردن د پاچا لپاره جنګېدلي او يو د همدې يو ډګروال چې بيا وروسته د اردن د پاچا په سپارښتنه پر بوټو باندې د پوځ سرلښکر وټاکل شو او بيا يې پر همغه بوټو کودتا وکړه او هغه يې اعدام کړ او د ((مرد حق مرد مؤمن)) په نوم کاذبانه شهرت يې وموند او حال دا چې يو يهودي ډګروال چې بيا وروسته د دفاع وزير شو او اسرائيل يی خپل بولي ويلي وو چې موږ فلسطينيان په شلو کې دومره نه وو وژلي، لکه څومره چې د همدې پنجابي بنسټ يو ډګروال په يوولسو ورځو کې ووژل او ….
    نو د لروبرو پښتنو قاتلين همدغه د زړې پالېسۍ جوړوونکی چې په دروغو د ((مرد حق او مرد مؤمن)) لقب يې ګټلی وو پايله ده چې په زرګونو بلوڅان او پښتانه يې بلهاري کړل، خو پنجابی بنسټ لا د پښتنو او بلوڅانو په وينه تويولو موړ شوی نه دی.
    الله تعالی ګيله من ته ژر تر ژره شفاء ورکړي او الله تعالی دې يې د روغې سټې څښتن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

نڅا/اجمل پسرلی

به | محمدمصطفی سمون