Homeخبرونهد م.م. د کډوالو لوی کمیشنر په پېښور کې له افغان کډوالو...

د م.م. د کډوالو لوی کمیشنر په پېښور کې له افغان کډوالو سره وکتل

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۷ مه) د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډي د یکشنبې په ورځ په پېښور کې له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره په داسې حال کې وکتل چې درې ورځنی سفر به یې د افغان کډوالو پر ستونزو، خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اسلام اباد پر پلان او په نورو هېوادونو کې د افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه وي.

په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی قیصر افریدي ډان ډاټ کام ته وویل چې د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمېشنر ګراندي د افغان کډوالو له پلاوي سره وکتل او په پاکستان کې یې د دوی د ستونزو په اړه ورته معلومات ورکړل.

د UNHCR مشر افغان کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د افریدي په وینا، په افغان پلاوي کې راجستر شوي کډوال او هغه کسان شامل وو چې د 2021 په اګست کې د طالبانو له واک څخه وروسته پاکستان ته تللي وو.

د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر په پېښور کې د ایالتونو او سرحدي سیمو (SAFRON) له وزیر امیر مقام سره هم ولیدل.

د افغان کډوالو چارې هم له سیفران وزارت سره تړلي دي.

په یوه رسمي بیان کې د سیفران وزیر ګراندي ته وویل: “پاکستان له 40 کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو سره سره د افغان کډوالو کوربه توب کوي.”

وروسته له هغه چې دغه هیواد د تیر کال په اکتوبر کې د “غیرقانوني بهرنیانو” د بیرته ستنیدو پلان اعلان کړ، دا پاکستان ته د UNHCR د مشر لومړی سفر دی.

په افغانستان کې د طالب واکمنانو په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پر پرېکړې په غوسه غبرګون ښودلی دی.

پاکستان د تېر کال په سپټمبر کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

پاکستان اوس ویلي چې د (ACC) کارت لرونکي کډوال هم باسي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یا UNHCR د معلوماتو له مخې، د هغو افغانانو شمېر چې د (ACC) کارت لري، تر 800,000 څخه ډیر د دی.

عباس خان ډان ډاټ کام ته وویل چې د ACC لرونکو پریکړه به د افغانستان او UNHCR په ګډون د ټولو شریکانو سره په مشوره وشي.

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې بې اسنادو افغانانو ته د ACC کارتونه ورکړي وو.

د UNHCR د اټکل له مخې 1.3 ملیونه راجستر شوي افغانان په پاکستان کې اوسي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي. ډیری یې غواړي چې درېیم هیواد ته ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...