شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګ کې د مڼې ګل مشاعره وشوه

میدان وردګ کې د مڼې ګل مشاعره وشوه

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د مڼې ګل دوه ويشتمه کلنۍ دوديزه مشاعره د ياد ولايت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په دره کې تر سره شوه.

په دغه مشاعره کې د طالبانو ګڼو چارواکو او سلګونه محلي خلکو ګډون کړی و.

 په دې مشاعره کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزيزي ادعا وکړه، چې په دغه شان لويو غونډو او مشاعرو کې د ولس پراخ ګډون د دوی اسلامي امارت سره د ولس بې کچې مینې او خواخوږۍ څرګندونه کوي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د مڼې ګل مشاعره په کلیوالو سیمو کې کېده، خو د جمهوري نظام پر مهال په لیرې سیمو کې د دوی د واکمنۍ او نا امنۍ له امله مڼې ګل مشاعره تر ډېره په میدان ښار کې کېده.

یو شمېر فرهنګي منتقدان طالب چارواکي ګرموي، چې مشاعرې او فرهنګي پروګرامونه یې هم انحصاري کړي او غیر طالب فعالانو ته یې پکې رول محدود کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب