شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د یوازې توب یوه شپه | نورکمال ارشاد

د یوازې توب یوه شپه | نورکمال ارشاد

د پرېشانیو پر ښار تیارې خپلې تورې پنجې ښخې کړې، د ښار شور او ځوږ یې پۀ یو څو زورورو ټکانونو د هدیرې پر چوپتیا بدل کړل، چېرته یو نیم ځای یو څو څراغونه د تیارې لۀ پنجو ژغورل شوي او پر خپلو شاوخوا موجوداتو یې د ترحم لاس نیولی؛ دلته د یوې متروکې ودانۍ د تیارې کوټې پۀ کونج کې یو مړ‌-ژواندی موجود چې «انسان» نومېږي، د خپل ذهن پۀ ګردابونو کې غرق پروت دی، وهمونو یې پر ستوني پښې ایښې دي، د ساه اواز یې دومره کمزوری دی چې حتا د کوټې چوپتیا پرې خاندي، خپلو همنوعو دومره ځپلی او رټلی دی چې لۀ شرمه خپل ځان ته نۀشي کتلی. انسان تر کړکۍ د باندې ګوري، مخامخ پۀ یوه لوړه ودانۍ کې یو سور ګروپ سترګکونه وهي، کټ مټ لکه د دۀ د سوي زړۀ داغ، چې شېبه، پۀ شېبه تازه کېږي، درد یې ډېرېږي، دا درد یوې او بلې خوا ټول وجود تر واک لاندې راولي، انسان پوهېږي چې د دۀ تخلیق همدغسې دی، دا تر حد تېر درد به نۀ ورکول کېدای، خو چې ورکول شوی دی، شاید زغملی به یې شي.

د انسان وضعیت ورو، ورو خرابېږي، د واهمو ویر یې پۀ دماغو ننوځي، تر یوې لنډې دورې وروسته دغه ویر د دۀ پۀ ټولو رګونو کې نڅا کوي، انسان غواړي دا هر څۀ وزغمي، خو داسې ښکاري چې د دۀ د احساساتو مړینه پیل ده، پر ځان یې خولۀ لګولې، لۀ کړکۍ د باندې یوه سوځنده چیغه کوي، د چیغې پۀ اورېدو شاوخوا لۀ ونو کارغان الوځي، پۀ هوا کې یو شور جوړېږي، لکه کوم لوی طوفان چې راغلی وي، د انسان ذهن ته یو خیال لاره کوي:

زۀ چې دا نن د روح عذاب وزغمم

ایا سبا به څرک د نور ووینم؟

ښه ده چې خدای سره سلا وکړمه

حال مې کټ مټ د لېوني په څېر دی

په یوه شېبه کې تر کوڅې را تېر یم

نن به خبره براعلا وکړمه

انسان لۀ کوڅې تېرېږي، مخامخ یې پر یوه لوحه سترګې لګېږي، پر لوحه د را روان موټر رڼا لوېږي، لیکل شوي دي: انسانه، پۀ سخت وخت کې ما یاد کړه، ماته راشه، زۀ دې ډېر ښۀ ملګری یم:

اوهو، کیدای شي دا ملګری به مې

پۀ روح کې ماتې چړې وویني او

ښۀ ده چې دۀ سره سلا وکړمه

پر ما د تېرې هرې، هرې شېبې

حال ورته ووایم پۀ چیغو، چیغو

ګوندې د مات زړۀ تسلا وکړمه

انسان د هغه ښۀ ملګري در ته راغلی، را وغورځېد، ګونډې یې پۀ ځمکه ولګېدې، د منارې پر سر ناستې کوترې ووېرېدې او یوې او بلې خوا پۀ تپه تیاره کې والوتې، انسان ژوره ساه واخیسته، داسې یې پیل کړه:

زۀ هغه څوک یم چې ستا هره خبره مې منلې، عمل مې پرې کړی او کچېرې معیار د ښۀ انسان لۀپاره ستا د تګلارې وي، نو ممکن د دې ښار تر ټولو ښۀ انسان زۀ اوسم، ما لۀ خپلو همنوعو سره مینه وکړه، دوی ته مې درناوی وکړ، پر زړۀ مې ډېرې نادودې یوړې، خو خپل همنوعه مې خپه نۀکړ، داسې وخت هم راغلی دی چې زۀ به د خپلو سرګردانیو لۀلاسه مرګ ته نږدې وم، خو خپلو همنوعو ته مې خندلي دي، پۀ بدل کې یې دوی لۀ ما سره څۀ وکړل؟

زۀ یې ورټلم، ویې ځپلم، ویې ځورولم، بالاخره ویلې یې کړم، پر مخ یې د تحقیر لاړې را توف کړې، پر مرۍ یې پښې را کېښودې او د دوی لۀ لاسه زما هرې هیلې زما پۀ غېږه کې ساه ورکړه، لۀ هغه حالت وروسته، هغه ټولې هیلې ما راوړې، پۀ یوې زړې هدیرې کې مې دفن کړې، د قبر سر ته یې کېناستم، ښۀ ډېر مې وژړل، خبرې مې نۀ شوې کولی، ګونګی شوی وم، اوس زۀ غواړم پوی شم چې تۀ که چېرې زما غوره ملګری یې، ما سره څۀ مرسته کولی شې؟

هو، یوه ورځ مې یو ماشوم ولید چې کوم چا د دۀ پر خپلو لاسونو جوړه کړې د شګو کوټنۍ ورانه کړې وه، ماشوم د خپلې ورانې کوټنۍ لۀ پاره تر اخره وجنګېدۀ، دا ځکه چې هغه کوټنۍ دۀ پۀ خپلو لاسو جوړه کړې وه، تۀ وایې چې زۀ تا جوړ کړی یم، نو تر اوسه تا د خپل تخلیق د تحقیر او ځورولو پۀ بدل کې دوی سره څۀ کړي؟

او څۀ به وکړې؟

زۀ ستا اواز اورېدو ته پۀ تمه یم تر څو پوی شم، ډاډه شم چې زما ملګری پر ما پام کوي، زما بدل به واخلي، ایا تۀ زما غږ اورې؟

ایا زما همنوعو سره چې زۀ یې رټلی یم، وړ چلند کوې، ایا ما ته لۀ واهمو څخه خلاصون راکوې؟

انسان چوپ شو، پورته ګوري، ښه شېبه یې سترګې همدغسې پورته نیولې وې او غوږونه یې خلاص کړي وو، تر څو د یو چا غږ واوري، خو داسې څۀ ونۀ شول!

انسان یوه دردناکه موسکا وکړه، پر خپله ببره ږیره یې لاس را تېر کړ، ویې ویل: هو، تۀ ډېر لوی یې، شاید تۀ زما غوندې یو کوچني موجود ته وخت نۀ لرې، زۀ لاړم.

انسان ناهیلی د خپل نږدې او ښۀ ملګري لۀ دره را ووت، لۀ ځان سره یې همدا یوه خبره کوله: هو، ماته وخت نۀ لري، ماته وخت نۀلري!

*

پر سرک د برېښنا پۀ سرعت موټر را روان و، انسان د سرک پر غاړه د یوې لحظې لۀپاره ودرېد، کله چې موټر را ورسېد، دی موسکی شو، ناڅاپه یې ځان د موټر مخې ته وغورځاوۀ، د موټرو د برېکونو اواز د فضاء چوپتیا وځغلوله، لۀ موټره یو پۀ قد ټیټ سړی را ښکته شو، کنځلې یې کولې، ورغی، لرې یې وکتل، پۀ لښتي کې یو څوک پۀ خپلو وینو کې لت، پت پروت و، نږدې ورغی، د انسان د حالت پۀ لیدو یې ځان سره وویل: ځه ښه وه، هسې هم لېونی و.

بېرته راغی، موټر یې چالان کړ او پۀ یوه شېبه کې لۀ سترګو فناه شو.

سبا چې لۀ ښاره تللې رڼا او شور بېرته را ستانۀ شوي وو، څو کسانو د یو انسان جسد د ښار لۀ بوین لښتی څخه را وویست، خو دا چې ناپېژاند و، چا یې تدفین ته زړۀ ښۀ نۀکړ، ساعت وروسته سپین دولتي موټر چې امبولانس یې ور ته ویل، راغی، جسد یې یووړ، او د ښار پۀ یوه ارامه برخه کې یې پۀ خاور پټ کړ.

ماسټر نورکمال ارشاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب