شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهویسټ: امریکا د خپلو ګټو او د طالبانو د ژمنو په اړه...

ویسټ: امریکا د خپلو ګټو او د طالبانو د ژمنو په اړه دوی سره خبرو ته دوام ورکوي

تاند (شنبه، د سرطان ۱۶ مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ټینګار کړی، چې هېواد یې د خپلو ګټو او د هغو ژمنو د عملي کېدو لپاره چې طالبانو ورسره کړي، دوی سره خبرو ته دوام ورکوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن سیاست د امریکا د ملي ګټو او له افغان ولسه پر ملاتړ راڅرخېږي.

امریکايي استازي ویلي: (د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې پر دوو اصولو ولاړې دي، یو د امریکا ملي ګټې او دویم له افغانانو د ملاتړ لپاره غوره لاره، د لومړۍ موضوع په تړاو، ملي ګټې، موږ د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې د ترهګرۍ پر ډګر بدل نه شي د ملي ګټو په اړه کلک هوډ لرو، په دې اړه موږ د طالبانو د اقداماتو په اړه چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا ته یې ژمنې ورکړې وې په خبرو بوخت یوو.)

 ویسټ د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بیا ادغام د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو ټولو هېوادونو یو له مهمو اهدافو وو.

طالبانو د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د مخالفانو لخوا یې تورنیږي چې ګواکې امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره افغانستان دوی ته سپارلی او اوس یې هم د رژیم مالي لګښتونه ور لنډوي.

طالبان بیا دا تورونه ردوي او ادعا لري، چې امریکا او متحدینو یې ته په افغانستان کې ماتې ورکړې او د دوی په وینا، د دوحې د تړون پر اساس نه؛ بلکې د زور له لارې واک ته رسېدلي دي.

2 COMMENTS

  1. ټام ویسټ د ملی اوبین المللی خائین خلیلزاد سره هیڅ توپیر نه لری د افغان ملت په ستره قربانی سره د ظالم شوروی په مټو او د خودخواه او ستر احمق محمد داؤد خان تر رهبری لاندی کودتا چیان او ستر قاتل یرغلګر پخوانی اتحادی شوروی ئی له افغانستان څخه وشړل او غلیسی امریکا د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په کومک د ملی او بین المللی خائین خلیلزاد تر مشری لاندی دوحی کښی د شیطانی پلان رامینځ ته کړ او پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو تهدابی تربیه شوی قاتل چړیان ئی دوباره په قدرت راوستل او د غلیسی امریکا په امر دا نورو قاتلو چورکونکیو دی جاهلو چړیانو ته کابل او نور ښارونه پریښودل او همدارنګه د غلیسی امریکا خاص تربیه شوی ساختګی دیموکراتان د ډالرو بوجیو سره په تیښته شول او د غلیسی امریکا دوه خاص جاسوسان خرزۍ (کرزۍ ) او نه ئی منم عبدالله عبدالله د چړیانو کنترول لپاره کابل کښی پریښودل شول او ټام سیټ همدا خائین او د افغان ملت تباهی پلان تعقیبوی !
    دا غولونکی ادعا چی د افغانستان له خوا د امریکا پر ضد د ترهګری میدان بدل نشی ، عجب ، غلیسی امریکاغولوونکی غلیسه او شیطانه پالیسی د افغان ملت بدبختی لپاره رامینځ ته کړیدی یعنی هم تربیه شوی یرغلګر په قدرت راولی او هم عینی وخت کښی غلیسه امریکا د خپلو راوستلو جاهلو یرغلګرو څخه د یرغلګری ترس بهر ته تبلیغوی واقعآ غلیسه امریکا په شیطانی سیاست کښی د شیطان انګلیس څخه وړاندی شوی دی !!!!

  2. هر کله چې پاکستان او د پنجاب او ای اس ای اوسني او پخواني ګوډاګیان او وفادار د خبرو د دایرې لیرې شي هم به د افغانستان په ګټه وي او هم د امریکا او نړیوالو په ګټه. مونږ پدې پوهیږو چې پاکستان پدې سیمه کې ستاسو پروژې عملي کوي مګر دا ستاسو لویه اشتباه ده چې اعتبار پرې کوئ. پاکستان هیچا ته وفادار ندی او په ګډوډۍ او اوبو خړولو کې تجارت کوي دا یې تاریخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب