یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد د منځګړتوب لپاره د چین د هڅو...

د کابل او اسلام اباد د منځګړتوب لپاره د چین د هڅو پيل

تاند (جمعه، د حمل درېیمه) د طالبانو د رژیم او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا سره، چین د دواړو لوریو تر منځ د منځګړتوب هڅې پیل کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژائو شینگ پرون په دې لړ کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له اداري مرستیال رحمت الحق فُضیل سره لیدلي.

هغه په دې لیدنه کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو په ترینګلتیا اندېښنه وښوده او د دغو اړیکو د ښه کېدو لپاره د هڅو خبر ورکړ.

د چین سفیر زیاته کړه، چې افغانستان د سیمه ییز اتصال او ثبات لپاره مهم دی او باید پاکستان او افغانستان په ښو اړیکو کې وي.

طالب مقام د دې لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی د سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او اقتصاد محوره سیاست لري.

د چین سفیر د کابل او اسلام اباد اړیکو د ښه کېدو لپاره د خپلو هڅو جزییات نه دي روښانه کړي.

مخکې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ویلي وو، چې د هېواد چارواکو یې له چین څخه غوښتي چې د طالبانو پر رژیم دوی سره د اړیکو سمولو لپاره فشار راوړي.

پاکستاني ځواکونو تېره دوشنبه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر افغان خاورې بمبارۍ وکړې، چې یو شمېر ښځې او ماشومان پکې ووژل شول.

طالبانو د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستاني ځواکونو پر ځینو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی، چې ویل کیږي ځینو پوځي منسوبینو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړ، چې که د ده په وینا، د کابل د رژیم واکمنان د پاکستاني طالبانو د مهارولو لپاره د دوی غوښتنې ونه مني؛ پاکستان به له هند سره د افغانستان سوداګریزه لاره وتړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب