پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو ازبکستان ته د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو له سپارلو...

طالبانو ازبکستان ته د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو له سپارلو سره مخالفت وکړ

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د طالبانو حکومت د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ چې ازبکستان ته د افغانستان د هوايي ځواک تښتول شوې الوتکې دې په ازبکستان کې پاته شي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته یوازې دومره لیکلي دي چې دا پرېکړه د منلو وړ نه ده.

د امریکا متحدوایالتونو او ازبکستان موافقه کړې چې د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي هیلي کوپترونه او الوتکې ازبکستان ته پرېېښودل شي.

په ازبکستان کې د متحدوایالتونو سفیر جاناتن هنیک ازبک کان خبري اژانس ته وویل چې متحدایالتونه او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا الوتکې او څرخکې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک وویل: «پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي. په دې مخکې لا موافقه شوې ده.»

هنیک یادونه وکړه چې دا وسایط هیڅکله د افغانانو نه وو، بلکې په امریکا پورې یې تړاو درلود.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، افغان پېلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي څرخکې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې چې لا هم په دغو دوو هیوادونو کې دي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي چې په کابل کې د ازبکستان د صدراعظم په حضور کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.

    د سوداګرۍ وزارت وویل چې د پانګونې په برخه کې د 1.4 میلیارد ډالرو په ارزښت 12 تفاهملیکونه او په سوداګریز سکتور کې د 1.1 ملیارد ډالرو په ارزښت 23 یادداشتونه لاسلیک شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب