جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هرات یوه دیني عالم د نجونو د تعلیم په اړه ملا...

د هرات یوه دیني عالم د نجونو د تعلیم په اړه ملا ندیم وننګاوه

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د هرات یوه دیني عالم او د دغه ولایت د دارالعلوم غړي، صبغت الله مولوي زاده د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر څرګندونې رد کړې.

مولوي زاده وویل، د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ملا ندامحمد ندیم وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دیني عالمان یې مخالف دي.

تراوسه د هیڅ اسلامي هیواد کوم دیني عالم یا حتي عادي ملا د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو نظر تایید کړی نه دی خو دا په داسي حال کې ده چې ملا ندیم د یکشنبې په ورځ وویل چې د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د دې ډلې دریځ او پروګرام هم “د اسلام له اصولو او د افغانستان له دودونو” سره په ټکر کې نه دي.

ده همداراز وویل، پوهان په دې اړه څیړنې کوي، او که د دوی څیړنې ثابته کړي چې په ځانګړو شرایطو کې میرمنو ته تعلیم ورکول اجازه لري، موږ به اجازه ورکړو. که نه نو دا به ځنډول شوی وي.

د هرات د دارالعلوم غړي مولوي زاده پرون (دوشنبې) په یوه ویډیو کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې ندا محمد ندیم چلینج کړ چې په دې اړه ورسره علمي بحث ته کښېني.

صبغت الله مولوي زاده، چې د هرات له طالب پلوو مللایانو څخه دی، ویلي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر حتی د نجونو د زده کړې په اړه پوښتنې منع کړي دي.

صبغت الله مولوي زاده، له طالبانو وغوښتل چې د اسلامي قانون له مخې ټولو نارینه وو او ښځینه وو ته د تعلیم امکان برابر کړي.

ده د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر د دې بلنې هرکلی وکړ چې له دیني عالمانو څخه یې غوښتي چې د نجونو د تعلیم په اړه خپل شرعي نظرونه څرګند کړي. خو په عین حال کې یې له ملا ندیم څخه وغوښتل چې رسنیو ته راشي او د نجونو د زده کړې په اړه له ده سره خبرې وکړي.

تر دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو هم د نجونو د زده کړو له مخنیوي سره مخالفت څرګند کړی دی خو ملاهبت الله او ورڅخه راتاو څو تنه ملایان د تعلیم مخالفت کوي.

ملاندیم: که ثابته شوه د نجونو تعلیم روا دی، اجازه به ورکړو

3 COMMENTS

  1. داشپون په کوم معیار ټاکل شوی؟ دومره پوهه کله لری چې د سالم ، باهوشه، خوش بیانه،دعلم اوزدهکړو طرف داره،باعدالته، باصبره، باشخصیته،کریم او بزرګواره،بې کرکې او شره،له هر ډول ظلمه بهر انسانی کرامت او اهمیت له متود. سره برابر ګام واخلی اوځان دوم حنفی جوړ نه کړی . ناپوهی ناروغی اوسیالی ده همدا غر او همدا کربوړی !ً
    دزده کړو مدیریت او رهبریت دانش غواړی یوشپون کله دغه کار کولی شی عقل څخه لږ کار اخیستل خو اړین دی

  2. دا سوډر په لوطي پنجابي مدرسو کې ددوی په ژبه سبق ویلی.دی له ښځې نه ده پیدا بلکې له ځناوره زیږیدلی . دغه سوډر نه له اسلامه خبر او د اسلام له تاریخه . د محمد ص په زمانه کې اولینه ډاکتره ښځه وه نوم یې رفیده وه. د غزا ټپیان به درملول. موږ متل لرو د چرګې له مالګې څټلو سره څه. بس دغسي سوډران به پښتانه په سره کتاب کې لیکي. دوی د علم او پوهې دښمنان دي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب