جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي، ۶۷ سلنه افغانان د څښاک د اوبو له کموالي سره...

اوچا وايي، ۶۷ سلنه افغانان د څښاک د اوبو له کموالي سره مخامخ دي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ که) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې په افغانستان کې د هوا د تودېدو له کبله د اوبو کمښت نور هم زیات شوی دی.

اوچا نن (سې شنبې) پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۷ سلنه کورنۍ اوس مهال اوبو د نشتوالي او کموالي له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې عام وګړي په اوسط ډول د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ۱۷ دقیقې سفر کوي او په ښاري سیمو کې د تېر کال پرتله په اوبو دوه برابره پیسې ورکوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۴۸ سلنه کورنۍ د اوبو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس نژدې ۷۰ سلنه کورنۍ له دې ستونزې کړېږي.

افغانستان له دریو پرله پسې کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، او په نتیجه کې یې افغانان د څښاک اوبو له کموالي سره مخامخ شوي دي چې حتی په پلازمینه کابل کې خلک د څښاک د اوبو له نشتوالي څخه شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب