جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو کمیشنر له طالبانو وغوښتل چې د امربالمعروف...

د م.م. د بشري حقونو کمیشنر له طالبانو وغوښتل چې د امربالمعروف قانون سمدستي لغوه کړي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمیشنر ووکر تورک د سې شنبې په ورځ په طالبانو غږ وکړ چې سمدلاسه د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون لغوه کړي.

ښاغلي تورک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان هڅه کوي چې د دې قانون په وسیله ښځې په بې غږه او بې څېرې سیوري بدلې کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر وایي، د طالبانو قانون هغه پالیسي تقویه کوي چې ښځې په عامه ځایونو کې یومخ منع شي.

“دا قانون د ښځو غږ غلی کوي، له هغوی انفرادي خپلواکي اخلي او عملاً دوی په بې څېرې او غږه سیوری بدلوي.”

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د دې قانون پلي کول “د نه زغملو دی.”

د امربالمعروف په اړه د طالبانو قانون، چې پر ښځو سخت محدودیتونه لګوي، د ګڼو نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو غبرګون پارولی دی.

د دې قانون په غبرګون کې، افغان ښځو فعالانو “د ښځو غږ یوه ښځه نه ده” تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی او پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو پر ضد یې د اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوی قانون د انساني وجدان پر خلاف بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د اګست په ۲۵مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ځورونکی نظر دی، چېرې چې محتسبین واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لیست پر بنسټ هر څوک وګواښي او توقیف یې کړي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د دغو غبرګونونو په ځواب کې توندې څرګندونې کړي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون د نړیوالو اندېښنې بې اساسه او ګستاخي بللې ده.

مجاهد پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غیرمسلمانان دې لومړی په اسلامي قوانینو ځان پوه او بیا دې درناوی ورته وکړي.

نوموړي ویلي چې د بېلابېلو اړخونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د دوی په دریځ اغېز نه‌شي کولای.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول او “د فتنې له وېرې” د ښځو د مخ پټول ضروري بلل شوي دي.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له ‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرأت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب