Homeخبرونهد خوړو او کرنې سازمان افغانانو ته د غنمو د برابرولو لپاره...

د خوړو او کرنې سازمان افغانانو ته د غنمو د برابرولو لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۶ که) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) نن (سې شنبې، د اګست ۲۷) پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی «د ژمي د غنمو کمپاین» به له یو میلیون ټنو څخه زیات غنم راټول کړي، چې دا به په افغانستان کې د شاوخوا پنځه میلیونه خلکو اړتیاوې پوره کړي.

د ملګروملتو دې ادارې، په ورته وخت کې وویل، لږ تر لږه دوه میلیونه نورو خلکو ته د غنمو د رسولو لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو او کرنې سازمان دا هم ویلي چې ۳۰ میلیونه نورو خلکو ته د غنمو په رسولو کې د مرستې لپاره یې په بودجه کې ۳۰ میلیون ډالره کم دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) همداراز کښلي چې تر راتلونکی کال پورې به له ۱ څخه تر ۱.۲ میلیون ټنو پورې غنم تولید کړی او د یو کال لپاره به ۴.۹ میلیون افغانانو ته خواړه ورکړي.

غنم د افغانستان په کرنه کې حیاتي رول لري او د ډېرو کورنیو لپاره د خوړو اصلي سرچینه ده. دا محصول د هیواد د کرنیز اقتصاد یوه لویه برخه جوړوي.

سږ کال د سختو بارانونو له امله، په ځینو سیمو کې فصلونه زیانمن شوي دي. اوسمهال افغانستان د اړتیا وړ غنم او اوړه له بهره په ځانګړې توګه قرغزستان څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...