تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲مه) د یوراکټیو (Euractiv) د خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د ادارې پنځو استازو ته ویزې ورکړل شوې دي څو بلجیم ته سفر وکړي او په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره وګوري.
ویل کېږي چې دغو پنځو طالب استازو تېره اوونۍ د ویزو غوښتنلیکونه سپارلي وو، څو له اروپايي ټولنې او سویډن سره افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو (اخراج) په اړه خبرې وکړي. اوس ټولو پنځو ته ویزې ورکړل شوې او تمه ده چې د سېشنبې په ورځ بروکسل ته ورسېږي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند یوراکټیو ته ویلي چې ویزې د امنیتي ارزونې له ترسره کېدو وروسته صادرې شوې دي، ځکه ارزونې نه ده ښودلې چې دغه کسان کوم امنیتي ګواښ رامنځته کوي. د نوموړي په وینا، دا ویزې یوازې د یوې ورځې لپاره په بلجیم کې د تګ راتګ اعتبار لري.
سرچینو یوراکټیو ته ویلي چې خبرې اترې به په تخنیکي کچه ترسره شي، سیاسي استازي به پکې ګډون ونه لري، او ښايي غونډې د اروپايي ټولنې په رسمي ودانیو کې هم ونه شي.
د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ دغه لیدنه د بشري حقونو د سازمانونو، سیاسي مخالفو ډلو او یو شمېر نورو لورو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده. دوی اندېښنه لري چې دا ډول اړیکې به طالبانو ته د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه لا هم جدي اندېښنې موجودې دي.