تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲ مه) د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبولګولو او د اقلیمي بدلونونو په شرایطو کې د دوامدارې کرنې د پراختیا په برخه کې د همکارۍ د ارادې یوه موافقه د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون، د قزاقستان ملي کرنیز څېړنیز پوهنتون او کابل پوهنتون ترمنځ لاسلیک شوه.
د قزاقي رسنۍ، قزاق انفورم د دوشنبې د ورځې د راپور له مخې، دغه سند افغانستان ته د قزاقستاني پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شو. د پلاوي مشري د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کوله.
مرکز به په کابل پوهنتون کې جوړېږي
ټاکل شوې ده چې دغه مرکز په کابل پوهنتون کې جوړ شي. دا به د قزاقستان او افغانستان ترمنځ لومړنی ګډ تعلیمي او څېړنیز بنسټ وي چې د اوبو سرچینو، اوبولګولو او دوامدارې کرنې په برخو کې به تخصص ولري.
نوی مرکز به د متخصصانو د روزنې، د علمي تجربو او پوهې د تبادلې، ګډو څېړنو او د اوبو او کرنې په سکتور کې د عصري حللارو د پلي کولو زمینه برابره کړي.
د دې مرکز تعلیمي پروګرامونه او علمي ملاتړ به د قزاقستان د پوهانو او متخصصانو له لوري وړاندې کېږي.
قزاقستان د اوبو دیپلوماسۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي
د قزاقستان ـ افغانستان د سوداګرۍ په فورم کې د وینا پر مهال، سریک ژومانګارین وویل چې قزاقستان د اوبو دیپلوماسۍ، د اوبو د سرچینو معقول استعمال او په دې برخه کې د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د څېړنو او نوښتونو ګډ علمي پلاټفورم
تمه ده چې دغه مرکز به د پوهنتونونو ترمنځ د یوه ګډ څېړنیز پلاټفورم په توګه وده وکړي او لاندې برخې به رانغاړي:
- د اوبو خوندیتوب او مدیریت
- دوامداره کرنه
- له اقلیمي بدلونونو سره تطابق
- د چاپېریال څارنه
- د خوړو خوندیتوب
له دې لارې به د سیمې د دوامدار پرمختګ لپاره عملي او اغېزمنې حللارې رامنځته شي.
کابل پوهنتون
کابل پوهنتون د افغانستان تر ټولو پخوانی او ستر دولتي پوهنتون دی چې په ۱۹۳۲ کال کې تاسیس شوی.
دا پوهنتون ۲۲ پوهنځي لري او د بېلابېلو علمي څانګو ترمنځ د ګډو همکاریو او څېړنو لپاره پراخ علمي بنسټ برابروي.
دغه پوهنتون دیوه شپانه چې اصلا درمې له څر سره ، درمې له تغذیې سره ، چاپیریال او Ecosystem سره او حتې نسبې ادارې سره هیڅ بلدتیا او تړاو نه لری شاته روان دی.
لومړیً دولس ګډه اومشترکه علمی ژبه غواړی او ورپسې دانور مسائل چې هغه هم خپله ترمینالوژی خامخا لری چې شپون یې اهلیت نه لری.
ای قوم به حج رفته کجائید کجا کجا……….