Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاسد قیصر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل...

اسد قیصر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره به لویه جرګه جوړه شي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او د تحریک انصاف ګوند یوه مشر اسد قیصر اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله رامنځته شویو ستونزو او سوداګریزو ننګونو د ارزونې لپاره به د جولای په میاشت کې یوه لویه جرګه جوړه شي.

د خیبرپښتونخوا او بلوچستان اکثره سوداګر او عام خلک له افغانستان سره د سوداګري لارو د پرانیستل کېدو غوښتونکي دي او وايي چې د پاکستان حکومت د اختلافاتو له کبله ولې له هند سره خپلې لارې نه بندوي.

د اسد قیصر په وینا، د لویې جرګې د دایرېدو هدف به دا وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لارو د بېرته پرانیستلو لپاره عملي حللارې وموندل شي.

اسد قیصر د دوشنبې په ورځ (د سرطان لومړۍ نېټه) د پاکستان د سوداګرۍ خونو له مسوولانو سره په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د دروازو بندېدو د پاکستان اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي؛ ګڼ کاروبارونه زیانمن شوي او سلګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د پاکستان د رسمي شمېرو پر اساس دغه هیواد له افغانستان سره د لارو د بندېدو له کبله تر یو نیم میلیارد ډالره زیات زیان کړی دی.

افغان سوداګر او د هغو ولایتونو اوسېدونکي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لارې لري، وايي چې د لارو د بندېدو له کبله یې د ژوند شرایط خورا خراب شوي دي.

د تورخم د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي چې د سرحدي دروازو دوامداره تړل کېدو شاوخوا دوه میلیونه کسان بې‌کاره کړي او سوداګرو ته تر اوسه نژدې ۲۷۸ میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.

د راپور له مخې، یو شمېر سوداګر اړ شوي چې خپل کاروبارونه له خیبر پښتونخوا څخه لاهور او د پاکستان نورو ښارونو ته انتقال کړي.

قیصر زیاته کړه چې په پلان شوې لویه جرګه کې به د سوداګرۍ او صنعت له سکتورونو سره تړلي ټول مهم اړخونه ګډون وکړي او د موجودو ستونزو د دوامدار حل لپاره به خبرې اترې ترسره شي.

نوموړي د غونډې د دقیقې نېټې او ځای په اړه نور جزییات ورنه کړل.

د سوداګریزو لارو پرانیستل د اقتصادي ودې لپاره مهم دي

اسد قیصر ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته سوداګریزې لارې په بشپړه توګه بېرته پرانیستل شوې نه وي، پاکستان به له اقتصادي ستونزو او رکود سره مخامخ وي.

هغه همدارنګه غوښتنه وکړه چې سیاسي اختلافات باید له سوداګریزو اړیکو جلا وساتل شي او زیاته یې کړه:

«د پولې دواړو غاړو ته عادي خلک باید د سیاسي اختلافاتو بیه ورنه کړي.»

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې تر څو پاکستان تضمین ورنه کړي چې بیا به لارې په هیڅ پلمه نه بندوي، دوی هم له پاکستان سره لارې نه پرانیزي.

اسد قیصر د جولای په میاشت کې د لویې جرګې جوړېدل د موجودو خنډونو د لرې کولو، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو د بیا راژوندي کولو لپاره یو مهم ګام وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...