غواړم دا ټول ستوري لټ په لټ کړم پکې وګــرځم
خضره بختوره لټوم دې خو پیـــــــــــــــــدا نه شوې
رودوال م ر
۱۳۶۷ هـ ل کال په جلالاباد سخته جګړه روانه وه. زه پوره لس کلن ماشوم وم. د جلال اباد ښار مکتبونه تړلي و. کور کور بلنداژونه ( مځکه به یې د یو الی دوه مترو په بر وکیندله شااوخوا به یې سنګاري کړه یواځې د یو انسان د وتلو ننتوله لار به یې لرله. د پاسه به یې پرې د لرګیو هغه تر ټولو غټ ډډونه واچول بیا یې پرې ترپال واچوه او مترونه مترونه لوړې خاورې به یې پرې بار کړې او د خاورو د پاسه به یې رابري ټیرونه ددې لپاره پرې باره کړ که مزایل ولګي نو چې جمپ وکړي پارچې یې اسمان ته والوځي او د ځمې لاندې تاکاو یا یا بلنداژ ته زیان ونه رسوي) جوړ وو او ماشومان او میرمنې د جګړې د عمده قربانیانو او نور ټول به په همدغه بلنداژونو کې شپه او ورځ بندیان وو.
حکومت به د هر کور مخ ته ۶۶ ګاز موټر ودروه. هارن به یې وکړ او د سپینو وریجو بوجۍ به یې وغورځوله. د کور مالک به په داسې وخت چې مطمین به شو چې د مزایل یا شکر بیست راکټ غږ نشته ورمنډه کړه او بوجۍ به یې راننه ایسته. همدا وریجې په جوش شکل تقریبا د جلالاباد ښار د هر اوسیدونکي هغه که غریب و او که مالدار خوراک و.
که د ورځې نوم به درسره نه و نو په ښار کې د ګرځیدو اجازه درته نه وه. که ناروغ یا ټپی به درته پیدا شو نو یا خو به په ځای پروت و او که به بختور وې چې شخي موټر به دې درلود نو مړی او ټپي یواځینی سند و چې ته یې تر روغتونه رسولی شوې.
د ښار سخته محاصره روانه وه .هره ورځ به د وخت په اصطلاح اشرارو جلالاباد ښار په زرګونو مزایلو او شکربییت توغندیو ویشته. شپه به لږ څه ارامه وه ځکه اشرار هم انسانان وو او د شپې ویده کیدل. مونږ به چې له بلنداژه متیازو ته راووتو نو سترګې به مو رڼا ته نشوې غړولی. تاکاو ته به مو کله بیجلي او کله به مو هم له ځان سره لاټین کیسته. ښه ډیر به چې په بلنداژ کې کیناستو رڼا به پکې پیدا شوه او سترګو به پکې کار وکړ. رښتیا ماته زما مخامخ خپلوان ماشومان ټول له رنګه تک سپین اوښتي وو. اوس پوهیږم چې عمده دلیل یې له لمر لرې والی و. ښايي زه به هم همداسې وم؟
د مرګ او ژوند په دې سختو شپو ورځو کې چې د امید ټول څراغونه مړه وو د یو بزګر انسان هغه زوی چې د لاس د تڼاکو په حلاله روزي رالوی شوی و. د اور او وینو په ډنډونو کې لمبیدونکې وطن ته د روښانه سباوون زیری ورکوه.
ښه مې یاد شي د شپې ناوخته و د جلالکوټ نادره برښنا وصل وه او زمونږ د کور لمړنی تور او سپین ټلویزیون چې رنګه شیشه مو ورته اخستې وه د یوې نادرې خوښۍ په دې زیري چالان شو:.
په خورا خوښۍ سره خبر درکوو چې د افغانستان د دوو پیلوټانو له ډلې ښاغلی عبدالاحم مومند د دې لپاره وټاکل شو چې د لومړني افغان په توګه فضايي ماموریت تر سره کړي.
مونږ هغه وخت د Space یا خلا او فضايي ماموریت او سپوږمۍ ته د تګ په توپیر نه پوهیدو. دومره پوهیدو چې یو افغان سپوږمۍ ته الوځي. د ځمکې په تلخونه کې دننه دا سوچ چې افغان سپوږمۍ ته هم تللی شي د یو بیګنا بندي ماشوم لپاره د فردوس په څیر یو مقدس امید و. خدازده څومره نور زړونه به دغه شپه د داسې یو مقدس هیوادني ارمان او زیري په اوریدو راڼه شوي وي.
ته لاړې بل نشته چې له زنګه غمي وساتي
خدای خو دې د کاڼو له هر جنګه غمي وساتي
کاروان پیر محمد
څه فکر کوۍ چې د تکفیر او ارتداد د بهتانونو په زمانو کې فرقان په لاس د لومړني افغان مسلمان دا سفر زمونږ لپاره د وخت د معراج مصداق نه دی؟
لومړنی اسیايي. لمړنی مسلمان. لمړنی افغان چې د ځمکې له کشش لرې د ستورو او سپوږمیو په لایتناهيي نندارو کې د قران او پښتو مقدسې ازانګې زمزمه کوي په ننني پیر کې د سرور کاینات له ټولو امتیانو یو تر ټولو هغه ممتاز امتي نه دی چې نه صحابي دی. نه تابعي دی خو د ایمان او عقیدې په نور وللی زړه یې لکه په څله کې د سره ګلاب په څیر د مینې، امن. هیلو او په ګانده د باور عطروروینه خوشبو خوروي.
راځۍ د داسې روڼ تاریخ پنځوونکي او لوړې او متینې ارادې خاوند انسان په رحلت د دعا لاسونه لپه کړو او خپل څښتن ته ووایو!
ای زمونږ لویه څښته!
زمونږ په استازیتوب زمونږ له منځه داسې یو انسان ستا لور ته په ابدي سفر درروان دی چې ستا د مقدس کلام مقدسې ازانګې یې د یو خاورین انسان په توګه د ړومبي ځل لپاره د ځمکې له افاق ډیرې اوچتې زمزمه کړې. نو ای لویه خدایه! ستا له کلام سره د مینې او ستا په کلام د غیرت په پار ددې انسان د رحلت په پار د وطن د اعتلا لپآره له ده سره زمونږ مشترکه دعا قبوله کړه!
آمین یا رب العالمین!
لمر ویده دی له مداره ستــــــوری وځی
له ماښامه تر سهاره ستـــــــــوری وځي
د سپوږمۍ ساقي په غیږ کې یې درنیسه
مرور دي له خماره ستـــــــــــوری وځي
د پیرمحمد کاروان له ماښامه تر ماښامه ټولګې څخه
په پای کې مې هیله ده چې لویدیځ میشتي افغانان او په وطن کې حاکم اسلامي امارت به دې ټکي ته متوجه وي چې د عبدالاحمد مومند سپیڅلي هډونه به خپلې پاکې خاورې ته د تدفین لپاره راولی چې زمونږ راتلونکي نسل لپاره د هیلو او الهام د زیارت په توګه تلپاتې شي.
مینه او درناوی
ډاکټر منقادالرحمن رودوال
کابل افغانستان
۲۲ جون ۲۰۲۶