تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د جرمني څو رسنیو نن راپور ورکړ چې برلین منلې چې د طالبانو شپږ نور ډیپلوماتان هم ومني.
د NDR شبکې د راپور له مخې، دغه هوکړه په استانبول کې د طالبانو د استازو او جرمني چارواکو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د NDR پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې د وزارت د استازو او طالبانو ترمنځ «په تخنیکي کچه» خبرې شوې دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا تایید کړې چې دا غونډه په استانبول کې شوې وه.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د جګپوړو چارواکو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر ډیپلوماتانو هم ګډون کړی وو، خو دا نه ده روښانه شوې چې چې د طالبانو د حکومت له لوري چا په غونډه کې ګډون کړی و.
طالبانو مخکې ویلي وو چې د هغو افغان وګړو د هویت د تثبیت او د سفري اسنادو د صادرولو لپاره، چې له جرمني څخه د ایستلو په تمه دي، په جرمني کې نورو ډیپلوماتانو ته اړتیا لري.
اوس مهال په جرمني کې د طالبانو یوازې دوه قونسلي کارکوونکي شته چې په عملي ډول په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن د افغانستان قونسلګرۍ چارې پر مخ وړي.
د راپور له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو یوه الوتنه چې ټاکل شوې وه د مې میاشتې په پای کې کابل ته لاړه شي، د طالبانو د فشار له امله وځنډول شوه. ویل کېږي چې هغه مهال جرمني لا د طالبانو د اضافي ډیپلوماتانو د منلو غوښتنه نه وه منلې.
په وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې کابل ته به د چارټر الوتنو شمېر زیات شي او له دې وروسته به هره میاشت تر درېیو پورې د اخراج الوتنې ترسره کېدای شي. هغه زیاته کړې چې د عادي الوتنو له لارې د افرادو جلا جلا ایستل هم امکان لري.
د راپور له مخې، اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ افغانان د جرمني په زندانونو کې د ایستلو د حکمونو په تمه دي. جرمني چارواکو ویلي چې د دغو کسانو ایستل به د چارټر او عادي سوداګریزو الوتنو له لارې دوام ولري.
ویل کېږي چې دا پرېکړه د جرمني چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ له خبرو وروسته شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي چې هغه کسان چې په جدي جرمونو محکوم شوي باید خپل اصلي هېواد ته ستانه کړل شي او دا تګلاره به په تدریج عملي شي.