تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان لومړۍ) د بشري حقونو سازمان «هنګاو» راپور ورکړی چې ایران تازه دوه نور افغانان هم په دار ځړولي دی.
یاد سازمان د په دار شوو افغانانو نومونه میرویس خلیلزادي او ابراهیم احمدشاهي یاد کړي دي.
دغه افغانان د شیراز په عادلآباد زندان کې په دار شوي دي.
د دې بنسټ د راپور له مخې، یاد کسان په جلا جلا دوسیو کې د مخدره توکو اړوندو جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.
هنګاو زیاته کړې چې د دغو دوو حکمونو په عملي کېدو سره، په ایران کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر لږ تر لږه ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
یاد سازمان دوه ورځې وړاندې هم په یوه راپور کې ویلي وو چې، ایراني چارواکو د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې یو افغان وګړی، همایون نورزی، اعدام کړی دی.
په هغه راپور کې راغلي وو چې، شاوخوا ۷۰ کلن همایون نورزی د نشهيي توکو اړوندو تورونو په قضیه کې په مرګ محکوم شوی و. نوموړی کابو دوه کاله وړاندې نیول شوی او له هغه وخت راهیسې د زابل په مرکزي زندان کې بندي و.
د هنګاو د راپور له مخې نورزی د یکشنبې په سهار، د جون په ۲۱مه، اعدام شوی وو.