Homeخبرونهله غزني د ځمکې ترمداره؛ د افغانستان د لومړي ستور مزلي مړینه

له غزني د ځمکې ترمداره؛ د افغانستان د لومړي ستور مزلي مړینه

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان لومړۍ) د رسنیو د راپورونو له مخې د ځمکې د شاوخوا اته میلیارده وګړو له ډلې، تر اوسه یوازې شاوخوا ۷۸۰ کسان توانېدلي چې، د ځمکې مدار ته او یا تر هغه هاخوا سفر وکړي.

د افغانستان لومړنی او یوازینی ستور مزلی عبدالاحد مومند، هم له همدې کسانو څخه و.

هغه نږدې ۹ ورځې د میر په فضايي تمځای کې تېرې کړې او د سلګونو کیلومترو له لوړوالي یې افغانستان د یوه متحد او «ښکلي» هېواد په توګه ولید؛ هغه انځور چې د ژوند تر پایه یې په ذهن کې پاتې شو.

مومند، چې د غزني ولایت د یوه بزګر زوی و، په ۱۹۸۸ کال کې د شوروي اتحاد په ګډ فضايي ماموریت کې فضا ته ولاړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې پر درشل ولاړ و، هغه له لرې واټنه سرحدونه او اختلافات بې‌معنا ولیدل او ځمکه یې د یوه واحد او نښتي ټولیز نظام په توګه مشاهده کړه.

دې ژورې تجربې د خپل وطن او هېوادوالو په اړه د هغه لیدلوری د تل لپاره بدل کړ.

له بېرته راستنېدو وروسته، کورنیو جګړو هغه دې ته اړ کړ چې جرمني ته کډه وکړي. کلونه وروسته چې افغانستان ته ستون شو او د وخت له ولسمشر حامدکرزي سره یې لیدنه وکړه. هغه شاوخوا ۱۲ کاله مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو: «موږ باید ټول په ګډه کار وکړو او یو بل وزغمو.»

مومند افغانستان ډېر وروسته پاتې هېواد باله او د لومړنیو زده کړو او لوړو زده کړو په برخه کې یې پر جدي پانګونې ټینګار کاوه؛ په داسې حال کې چې، پرون هغه ومړ او نن د افغانستان نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له ښوونځیو او پوهنتونونو بې‌برخې دي.

هغه پر یو بل منلو او زغم ټینګار درلود، خو اوس ښکاري چې، د قومي، ژبني او فرهنګي توپیرونو د له منځه وړلو هڅې د زور او تاوتریخوالي له لارې دوام لري او هېواد لا ډېر شاته تللی دی.

راپورونو کې راغلي، هغه افغانستان چې مومند له فضا څخه یو موټی او ښکلی لیدلی و، نن له ځمکنیو واقعیتونو سره ډېر واټن لري.

عبدالاحد مومند تېره ورځ (یکشنبه، ۳۱ جوزا) په جرمني کې وفات شو.

هغه سړی چې له غزني څخه د ځمکې تر مداره ورسېد، د یوه متحد او هوسا افغانستان د لیدلو له ارمان سره له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه مړینه یوازې د یوه ستور مزلي د ژوند پای نه، بلکې د هغه د خوبونو او د ننني افغانستان د واقعیت ترمنځ د ژور واټن یو سمبول هم ګڼل کېږي.

هغه چې تل یې اتحاد او زده کړې ته هیله لرله، په پای کې له خپل وطنه لرې ومړ، په داسې حال کې چې هېواد یې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...