Homeخبرونهد ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ مصر نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ مصر نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان لومړۍ) د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو په دوام، د مصر ملي لوبډلې په یوې مهمې لوبې کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د کاناډا د ونکوور ښار په بي سي پلیس لوبغالي کې ترسره شوه.که څه هم نیوزیلنډ لوبه ښه پیل کړې وه، خو په پای کې مصر بریالی شو.

نیوزیلنډ په لومړۍ نیمایي کې له خپل سیال مخکې شو او د برلاسۍ سره دویمې نیمایي ته لاړ، خو د مصر لوبغاړو د دویمې نیمایي له پیل سره بېل ډول لوبه وکړه او د درېیو ګولونو په وهلو سره یې پایله د خپل هېواد په ګټه واړوله.

د دې بریا له امله مصر د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د G ګروپ د جدول سر ته وخوت.

په ورته وخت کې د ایران او بلجیم ترمنځ لوبه بې‌ګوله مساوي پای ته ورسېده خو دې سره د جدول وضعیت لا پسې سیاليیز شو؛ځکه د درې واړو لوبډلو بل پړاو ته د رسېدو هیلې ژوندۍ پاتې شوې.

د G ګروپ د دویم پړاو لوبو له پای ته رسېدو وروسته لا هم هېڅ لوبډلې خپل صعود نه دی یقیني کړی. مصر که څه هم د جدول په سر کې دی او نسبتاً ښه موقعیت لري، خو د وروستیو لوبو پایلې به وټاکي چې کومې لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د حذفي پړاو جواز ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...