Homeخبرونهپه سویس کې د ایران او امریکا د خبرو د لومړي پړاو...

په سویس کې د ایران او امریکا د خبرو د لومړي پړاو مهم ټکي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د قطر او پاکستان په ګډه اعلامیه کې د ایران او امریکا ترمنځ د سویس د لومړي پړاو مذاکراتو شپږ مهم ټکي په ګوته شوي دي:

۱د ۶۰ ورځنۍ نقشې پر سر هوکړه
دواړو لورو د لوړې کچې د یوې مذاکراتي کمېټې د جوړولو له لارې د وروستۍ موافقې د ترلاسه کولو لپاره پر یوې ۶۰ ورځنۍ نقشې هوکړه کړې ده. همداراز پرېکړه شوې چې تخنیکي خبرې به له همدې اوونۍ په بورګن شتوک کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام وکړي.

۲په لبنان کې د کړکېچ د کمولو د کاري ډلې جوړېدا
ایران او امریکا د قطر او پاکستان په منځګړیتوب، د لبنان د حکومت په ګډون، د «کړکېچ کمولو کاري ډلې» پر جوړولو موافقه کړې ده. د دې ډلې موخه په لبنان کې د پوځي عملیاتو د درولو د پلي کېدو څارنه ده. عباس عراقچي دغه میکانیزم د توافق «لومړنۍ رښتینې ازموینه» بللې ده.

۳د هرمز تنګي په اړه د اړیکو ځانګړې کرښه
تهران او واشنګټن د احتمالي پېښو او ناسمو تفاهمونو د مخنیوي او د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د اړیکو یوه ځانګړې کرښه رامنځته کړې ده. دغه میکانیزم به د تفاهم‌لیک د ۶۰ ورځنۍ مودې لپاره نافذ وي.

۴د ایران د شتمنیو د ازادېدو یادونه
عباس عراقچي ویلي چې د ایران د تېلو او پټروکیمي محصولاتو صادرات له محدودیتونو معاف شوي، بندیزونه پای ته رسېدلي، د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د ایران لپاره د بیارغونې او پراختیا یو لوی پروګرام پیل شوی دی. خو د قطر او پاکستان په ګډه اعلامیه کې د شتمنیو د ازادېدو یادونه نه ده شوې.

۵د قطر او پاکستان مهم رول
قطر او پاکستان، چې د مذاکراتو منځګړي دي، اعلان کړی چې د وروستۍ موافقې تر ترلاسه کېدو پورې به د خبرو د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. عراقچي هم د دغو دواړو هېوادونو له «نه ستړې کېدونکې منځګړیتوب» څخه مننه کړې ده.

۶د مذاکراتو مثبته ارزونه
عباس عراقچي د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د «لویو پرمختګونو» خبره کړې ده. په ګډه اعلامیه کې هم د خبرو اترو فضا «مثبته او رغوونکې» بلل شوې، خو د امریکا حکومت تر اوسه د دغو مذاکراتو د پایلو په اړه رسمي ارزونه نه ده خپره کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...