تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان لومړۍ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې، په افغانستان کې وچکالي، سېلابونه او سخته ګرمي د ماشومانو د خوارځواکۍ او تغذیې ستونزې لا زیاتوي.
افغانستان کې د یونیسف مشر، تاجالدین اویواله، نن دوشنبه، د چنګاښ په لومړۍ نېټه په خپل اېکس حساب کې لیکلي چې، د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي خطرونه د ماشومانو د تغذیې ستونزې لا پسې سختوي.
د هغه په وینا، وچکالۍ، پرلهپسې سېلابونه او شدیدې تودوخې د خوراکي سیستمونو او د اوبو سرچینو ته لاسرسی کمزوری کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د واکسیناسیون په پوښښ کې تشه او د روغتیايي خدمتونو کمښت هم د دې وضعیت خطرونه زیاتوي.
دا اندېښنه داسې مهال خپرېږي چې، افغانستان په وروستیو کلونو کې له وچکالۍ، سېلابونو او د اقلیمي بدلونونو له نورو سختو اغېزو سره مخ دی.
تر دې وړاندې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي وو چې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او ورسره د مبارزې لپاره ۲۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.