Homeخبرونهقطر کې چاودنه؛ ۵۴ تنه ټپیان او ۱۸ نور ورک دي

قطر کې چاودنه؛ ۵۴ تنه ټپیان او ۱۸ نور ورک دي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان لومړۍ) د قطر د مایع طبیعي ګازو د پروسس په یوه کارخونه کې، د چاودنې له امله ۵۴ تنه ټپیان شوي او ۱۸ نور کسان لا هم ورک دي.

دغه کارخونه چې د راس لفان په صنعتي ښار کې موقعیت لري.

د قطر د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه د چنګاښ په لومړۍ نېټه اعلان کړی چې د ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره د دې هېواد د لټون او ژغورنې ټیم د پېښې ځای ته استول شوی او د لټون عملیات روان دي.

یاد وزارت د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د دې پېښې لامل یې «تخنیکي ستونزه» بللې ده.

د قطر د کورنیو چارو وزارت په وینا، له دې تأسیساتو څخه هېڅ ډول خطرناک ګاز یا مواد نه دي خپاره شوي چې د عامه امنیت لپاره ګواښ پېښ کړي.

د راس لفان صنعتي ښار، چې د دوحې په شاوخوا ۸۰ کیلومتره شمال ته پروت دی، د نړۍ د مایع طبیعي ګازو(LNG) تر ټولو لوی صادراتي مرکز شمېرل کېږي.

د مالوماتو له مخې یاد مرکز د دې محصول نږدې پنځمه برخه نړیواله اړتیا پوره کوي.

دغه چاودنه داسې مهال رامنځته کېږي چې، تر دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د قطر حکومت اعلان کړی و چې دغه صنعتي کمپلکس د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو له امله «سخت زیانمن» شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...