Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد رېلګاډو په وسیله افغانستان ته د توکو لېږد کابو ۷۸ سلنه...

د رېلګاډو په وسیله افغانستان ته د توکو لېږد کابو ۷۸ سلنه زیات شوی

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) د ټولګټو وزارت ویلي چې په تېر کال کې په رېلګاډو کې افغانستان ته د بار وړلو کچه د پام وړ لوړه شوې او د وړم کال پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال د هېواد په رېللارو ټولټال ۷.۶ میلیون مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، چې دا د سوداګریزو فعالیتونو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره پر رېللار د زیاتې تکیې څرګندونه کوي.

د شمېرو له مخې، له دې اندازې څخه ۳۶ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه د افغانستان صادرات وو، چې وچې مېوې، وریجې، معدني توکي، کچالو، د انارو جوس او د سبزیجاتو تخمونه پکې شامل وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په رېلګاډو کې د لېږد ډېره برخه وارداتي توکي وو، چې د نفتي او غیرنفتي محصولاتو بارونه یې تر ټولو لویه برخه جوړوله.

د وزارت په وینا، دغه توکي د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ بندرونو او همداراز د خواف–هرات په رېللارو لېږدول شوي دي. د خواف–هرات رېللار د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره په یوه مهم دهلېز بدله شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو...