Home+د نظام داخلي درملنه | شاه زلمی

د نظام داخلي درملنه | شاه زلمی

په ځینو نظامونو کې داخلي ستونزو دومره ریښې کړې وي، چې د ولس د نیکمرغۍ او پرمختګ سره مستقیم په ټکر کې وي. دا ستونزې یوازې له بهره نه وي، بلکې د نظام دننه داسې کسان او کړۍ شتون لري چې د فساد، بې‌ غورۍ او شخصي ګټو له لارې نظام له ننه کمزوری کوي.
کوم وخت چې د ادارو دننه اصلاح او څارنه کمزورې شي، نو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او د حل پر ځای لا پسې سختېږي.
پداسې وخت کې د هېواد دننه ادارې او مسؤلین د قانون پر ځای خپلو شخصي شرکتونو ته لومړیتوب ورکوي، نو لدې امله ورو ورو د نظام بنسټونه سستیږي او د خلکو باور هم په ختمېدو شي. ځکه چې د ادارو ترمنځ همغږي موجوده نه وي، د عدالت احساس کم وي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخیږي.
پایله یې دا وي چې پرمختګ یوازې په کاغذونو کې پاتې شي، اقتصادي چارې کمزورې، خلک له ناهیلۍ او بې‌ باورۍ سره مخ شي.
دا بې‌ باوري بیا یوازې د حکومت تر کچې نه پاتې کېږي، بلکې د ټولې ټولنې ترمنځ فضا ککړه کړي. کله چې خلک پر نظام باور له لاسه ورکړي، نو د قانون درناوی نه کېږي، د مسؤلیت احساس نه وي، ډېری کسان هڅه کوي شخصي ګټه د ملي ګټې پر ځای غوره وبولي. په دې ډول یو منفي دور (cycle) جوړېږي چې ماتول یې سخت وي او د هر چا په ګټه نه وي.
له بلې خوا، کله چې په یو نظام کې شفافیت نه وي او حساب ورکونه شتون ونه لري، نو د فساد لپاره زمینه نوره هم ستریږي. داسې حالت کې وړ او مسلکي کسان کونج ته کېږي او هغه کسان مخ ته راځي چې د اړیکو او شخصي ګټي پالي. دا کار د نظام کیفیت کموي او خلک مجبوروي چې ځینې چارې د ناسمو اړیکو له لارې ترسره کړي.
که حکومتونه او مسؤل ادارې د داخلي ستونزو پر وړاندې په وخت او جدي اقدام ونه کړي، نو خطر شته چې هېواد به په شته او راتلونکي کې له جدي سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ شي. داخلي کمزوري ډیری وخت تر بهرني فشار مضره وي.
له همدې امله اړینه ده چې د نظام دننه اصلاحات، حساب ورکونه، شفافیت او د قانون عملي کول قوي شي. همدارنګه د مسؤلیت احساس لوړول، د فساد او اختلاس مخنیوی، د ادارو سم مدیریت او د وړ کسانو ټاکل هغه مهم کارونه دي چې نظام د ثبات او پرمختګ پر لور بیایي. ښوونې او روزنې ته پاملرنه هم تر هر څه مهمه ده، د سالم نظام بنسټ د پوهو او مسؤلو خلکو له روزنې پیلېږي.
 د هر نظام پیاوړتیا د هغې په داخلي درملنه پورې تړلې ده.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ د جون ٢٣ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...