Homeخبرونهایران او پاکستان له ۲۰۰۰ څخه زیات افغانان ایستلي

ایران او پاکستان له ۲۰۰۰ څخه زیات افغانان ایستلي

تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې، ۲ زره او ۱۴۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

یاد کمېسیون نن سه شنبه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کسان پرون دوشنبه د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون په وینا، له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کسانو ته لازمې مرستې رسول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم چټکه روانه ده.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له دغو دوو هېوادونو څخه له ۶ میلیونو څخه زیات کسان افغانستان ته بېرته راستانه کړل شوي دي.

دغه شمېر افغان یو شمېر یې په زور او کم شمېر یې په رضاء ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...