Home+له جګړې وروسته!!| نعمت‌الله صدیقي 

له جګړې وروسته!!| نعمت‌الله صدیقي 

دا د هرې جګړې د جنګیالیو او جوړونکیو یو طبعي او حتمي کار او عمل وي، چې له جګړې وړاندې وروسته یې د جنګ محاسبه کوي، لومړی محاسبه یې اکثر پر اټکلونو یا ممکناتو ولاړه وي، چې ډېر ځله شاید برعکس وي؛ خو وروستی هغه یې تقریباً دقیقه او پر عین ثابتو نتایجو موجوده وي. جالبه یې دا ده، چې لومړی محاسبه، چې ثابته هم نه ده، ټولې جنګي او ښکیلې غاړې یې کوي؛ خو دویمه هغه که ثابت هم ده، کم خلک یا په اصطلاح ویښ او بېدار مغزونه او ټولنې یې په اړه محاسبې ته متوجې وي. ممکن کمې داسې جګړې به وي، چې محاسبه یې نه وي، دا یې تر ټولو پست او بایلونکي هغه وي؛ ښایي ځکه خو یې بیا جګړې هم د یوه ناتمام تقدیر برخه هم ګرځېدلي وي.

د ایران او امریکا د خواوشا څلورو میاشتو جګړه په داسې یوې هوکړې پای مومي، چې د بریاوو دقیق اټکل یې خورا سخت دی؛ خو دا ثابته خبره ده، چې ایران د امریکایي اټکل برعکس د دوی لپاره د یوه ډېر خطرناک حد، د جدي وسایلو او په ټکنالوژیکو ارزښتونو مالا مال او په عین حال کې د تدبر جګړه وکړه او په همدې اساس دوی سور مخ ولاړ دي او د ازادو مبصرینو په وینا یې دوی په همدې دلیل ګټونکي هم دي.

تدبر یا د عقلانیت په اساس جګړه د اوسمهالې نړۍ یو تر ټولو دقیق او د محاسبې وړ ډګر دی، کنه دا څنګه ممکن وه، چې یوې خوا ته طاقت، زر او زور او بل خوا ته د دوی په پرتله په زرهاوو واره د کمو وسایلو او ټکنالوژیکو وسایطو په مقابله دې دا جګړه حتی د ګټې پر تصور لا ارزېدلې وای. ښایي همدا ځای وي، چې ډېر کله د طاقتونو زور هم د دغسې عقلانیت او تخلیقي صلاحیتونو پر وړاندې اوبه شي او په دغسې ډول د اوسنیو جګړو هیئت او ماهیت هم د وسایلو پر ځای د ذهانت پر هغه ارزښت اوښتی.

دې جګړې دا هم ثابته کړه، چې په معاصرې نړۍ کې یوازې ځواک یا زر او زور هم بس نه دي؛ بلکې همدغه تدبر، هوښیاري او عقلانیت مهم دی، د میلیاردونو ډالرو دفاعي سیستمونه، مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللي رادارونه، سوپر کمپیوټرونه او د سپوږمکیو شبکې تقریباً دا هر یو یې خپل ځای او اهمیت لري؛ خو دې تصور سره یې د نه ماتېدا تصور هم غلط دی، اصلاً ایراني تدبر له خپلو محدودو وسایلو سره همدغه تصور ثابت کړ.

د منصور افاق په وینا، دې شخړې یو بل حقیقت هم روښانه کړ: د یوویشتمې پېړۍ جګړې نور د فلمي کیسو په څېر نه دي پاتې، چې یو اړخ پکې بشپړ اتل او بل بشپړ بدماش وي. نننۍ جګړې ډېرې پېچلې دي. دلته یې توغندي په فضا کې سفر کوي او هلته یې په میزونو حسابونه هم کېږي. د هر برید تر شا اقتصادې ارزونې او بیې موجودې وي او د هر دفاعي اقدام شاته یوه نوې بودیجه طرحه کېږي. همدا لامل دی چې ډېر شنونکي دا شخړې یوازې پوځي مقابله نه؛ بلکې د دوو بېلابېلو اقتصادي ارزونو او سورسونو ټکر بولي.

تاسې په همدې جګړه کې وګورئ، چې یو لوری د میلیاردونو ډالرو ځواک او بل لوری د ټیټ لګښت او لوړ انعطاف لرونکې ستراتېژۍ لري، مګر بیا هم اصلي پوښتنه دا نه ده چې چا ډېر توغندي ګوزار کړل؛ بلکې پوښتنه دا ده چې چا په څومره او لږ لګښت ډېر څه ترلاسه کړل؟

د معاصرو طاقتونو د معیار همدا بدل تصور موږ ته دا هم وایي، چې د راتلونکیو زمانو جګړې به یوازې په میدانونو کې نه وي؛ بلکې په اقتصاد، ټکنالوژۍ، ذهانت او ستراتېژیو کې به یې هم په ډېر پېچلي رقابت سیالۍ روانې وي.

همدغه د نویو تصوراتو او بدلو معیارونه نوي تعریفونه یې راته وایي، چې که د ځواک یا د زر او زور وار پار دې خطا وي، لنډه حللاره یا درس یې همدا دی، چې معاصر عقلانیت او تدبر یې د خپلو خلکو په مخ واخله. موږ چې په جګړو کې د پیړیو پیړیو تجربه او سروکار لرو، یو هېر درس باید ترې دا واخیستی شي، چې جګړه له زور پرته او له جګړې ورسته حالت نور څه دي او همدا عقلانیت ده. موږ دغه دواړه حالته سره ګډوډ کړي دي او ځکه خو مو بیا جګړو بله جګړه هم زېږولې ده، که غواړو چې نور باید جګړې ونشي، د نرم ځواک او عقلانیت او تدبر لار یې بهترینه لار ده.

د ایران او امریکا له جګړې وروسته زموږ لپاره دا مهمه نه ده، چې کوم اړخ یې فاتح یا مات دی او موږ دې یې په اړه کوم مطلق قضاوت وکړای شو؛ بلکې د یوه طاقت یا زر او زور پر وړاندې د عقل، پوهې او شعور ګټنه یې هغه درس دی، چې زموږ په څېر د ورکو، نتليو او پاشلیو ولسونو لپاره یې خپلونه د نجات لار او د ثبات تضمین کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...