پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد مرکزي اسیا مشرانو او د اروپایي شورا رئیس پر افغان ټول...

د مرکزي اسیا مشرانو او د اروپایي شورا رئیس پر افغان ټول ګډونه حکومت ټینګار وکړ

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )  په قرغزستان کې د خپلې دویمې سیمه ییزې ناستې په پای کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان ولسمشرانو او د اروپايي شورا رئیس په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو او بشري حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.

د خپرې شوې ګډې اعلاميې له مخې، په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه او د يوه خوندي، سوله ييز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه يې پر پرمختګ ټينګار وکړ.

په دې کتنه کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو مشرانو او د اروپا د شورا رييس د افغانستان له خلکو سره په اصولي ډول او د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو پېژندل شويو معيارونو او اصولو په رڼا کې د مرستو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅې وستايلې.

ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې زیاتې کړي او په اصولي ډول له افغانستان سره د بشري مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو اساسي رول ته اشاره وکړه.

دوی د یوه ټول شموله او نمایشي حکومت د رامنځته کولو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ترویج او درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې لړ کې دوی د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د څلورمې ناستې د پایلو په ګډون د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د خبرو اهمیت ته اشاره وکړه چې د مې په ۲۵-۲۶ په عشق اباد کې ترسره شوه.

1 COMMENT

  1. دوی د اول په خپلو ملکونو کی ټول ګډونه يعنی غل راهزن داړه مار چورواکی زورواکی او دپردیو جاسوسانو ګډوله حکومتونه جوړ کړی که ښه نتیجه یی ورکړه بیا به افغانان هم فکر په وکړی کنه دوی ته ور مبارک وی موږ یی نتیجه ولیده ځینی تیر یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب