چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهنن د دوکتور ایاز نیازي د وژل کیدو درېیم تلین دی

نن د دوکتور ایاز نیازي د وژل کیدو درېیم تلین دی

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )  نن د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاد او د وزیر اکبرخان مسجد د خطیب دوکتور محمد ایاز نیازي د وژل کیدو درېیم تلین دی.

ایاز نیازی، چې په معتدلو ویناوو او نظریاتو مشهور و، د افغانستان له ګڼو ټلویزونونو څخه یې د دیني موعظو پروګرامونه خپریدل او په پراخه کچه مخاطبین او مینه وال یې لرل.

د هغه د وژل کیدو پړه جمهوري نظام پر طالبانو اچولې وه، خو طالبانو یې مسوولیت نه و منلی.

د طالبانو یوه مطبوعاتي فعال عبدالحق حماد تازه بیا په یوه مرکه کې تور پورې کړی، چې ایاز نیازی او ځینې نور علما د جمهوري نظام له لوري وژل شوي.

د طالبانو دغه ادعاوې د دوی منتقدانو بېساري دروغ ګڼلي او ویلي، چې طالبانو د جمهوري نظام خلاف جګړه کې د ایاز نیازي په شان سلګونه نور مشهور شخصیتونه هم وژلي.

په وروستیو کې د طالبانو منتقدان، طالبانو ته د منسوبو وژنو او خونړیو پېښو کلیزو ته ډېر پوښښ ورکوي او دوی ته یادونه کوي، چې د افغانستان د بشپړ امنیت تامینولو ادعا یې ځکه ناسمه ده، چې مخکې امنیت همدغې ډلې خراب کړی و او اوس دوی امنیت نه دی تامین کړی، بلکې له نا امنۍ جوړولو لاس په سرشوي دي.

1 COMMENT

  1. ربنا اغفرلنا و لاخواڼنا الذین سبقونا بالایمان ولا تجعل فی قلوبنا غلاََ للذین آمنوا ربنا انک رئوف رحیم۰
    هر چا چی دا جنایت کړی الله عزیز ذو انتقام ذات دی دا ملت او امت دِ دوی له لوث او شر څخه پاک او وژغوری او دوی دِ په خپل غم اخته کړی ۰
    مومنان هیڅکله خپل مومن ورور نه تحقیروی، نه یی حق نه محروموی او نه یی وژنی او همداسی ملی ګټی د یورو په کڅوړو نه خرڅوی ، د ملی ګټو د تحفظ لپاره قانونی قیودات لغو کول ،ملیشه فروشی لکه فاطمیون او تخصصی امور ـ ترجمان او ملیشو ته سپارل د علما او متخصصینو سره سپک چلند او دښمنی دا ټول د اجرتی حکامو نښې بیانوی ؛ نو ملت حق لری دا مشکوکی او قاتلی
    څیرې بربنډی او پوښتنو لاندی راولی تر څو د ملت او ملی ګټو تحفظ وشی او دا د هر افغان حق دی
    چي وپوښتی؛ عالمان او متخصصین ولی وژنۍ ؟
    د یورو د کڅوړو د رشوت په واسطه زموږ د اوبو د بندونو کار او مدیریت ولی تعلیق ته لاړ ؟ حال دا چي پیسی ډیری وی؛عینو مېنه ، مسابقه شهرک سازی او دِ وزیرانو دچور مسابقه ضرور وه که د اوبو مدیریت چي دخلکو د اکثریت ګټه او رفاه ورکی نغښتی وه ؟
    جهادی امیرانو ولی تر بندونو ، زاړه جنراتورونو ته ترجیح ورکړه ؛ ملی ګټه چیرته وه ؟
    هغه مرسته چي مشروطی او د ملی ګټو سر خوری تر څو اوبه مدیریت نشی لکه وارداتی برښنا هم دِ
    یورو د کڅوړو په شان تر څو نورو ته اوبه بی حسابه کما فی السابق ورشی او دا ملت به د معامله ګرو،جاهل،غاصب او اجیرو حکامو دِ لاسه تل لوږه ،احتیاج او فرار له وطن سره لاس و ګریوان وی ۰
    اللهم انانجعلک فی نحورهم و نعوذ بک من شرورهم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب