Homeسپورتکابل؛ د څلورم زون د ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل...

کابل؛ د څلورم زون د ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )   په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار څلورم زون د ٢٤ کلبونو د ۱۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د کوچنيانو عمري کټګورۍ د ١٢، ١٣ او ١٤ کلونو ورزشکاران ګډون لري چې درې ورځې به دوام وکړي.

ورزشي چارواکو ویلي، چې یاد سياليو موخه د کم عمره ورزشکارانو هڅول دي.

په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سیمو د ورزشي فعالیتونه خبرونه زیات شوي، خو د ژوند د نورو ډېرو برخو په شان له ورزشي فعالیتونو هم د ښځینه وو لیرې والی د نیوکو وړ ګرځیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...