پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهترکیې ته د افغان ریل پټلۍ وسایلو د جوړولو لپاره د کانونو...

ترکیې ته د افغان ریل پټلۍ وسایلو د جوړولو لپاره د کانونو استخراج وړاندیز شو

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )    د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د رژيم رئیس “بخت الرحمن شرافت” ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د “کاردمیر” د اوسپنې د توغولو له شرکت څخه لیدنه وکړه.

دغه ریاست پر خپل ټویټر لیکلي، چې شرافت د کاردیمیر د اوسپنې د استخراج شرکت مشر “سرکان اتمر” افغان پلاوي ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د کانونو د استخراج پر ځای د ریل پټلۍ تولید کړي.

هغه دا هم وويل، چې دې پروسې په نورو هېوادونو کې هم مثبتې پايلې لرلې دي.

شرافت وايي، په کابل کې د دې طرحې په اړه بحثونه شوي او که هوکړه وشي، پلان به یې عملي شي.

 د یو بل خبر له مخې: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او په تاشکند کې د پاکستان سفیر احمد فاروق د افغانستان له لارې د ترانسپورتي پروژو او د ترمذه – مزار شریف – کابل – پېښور رېل پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د پاکستان سفیر په سیمه ییزو پروژو کې د تاشکند ګډون مهم وباله.

د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د سړک نقشه د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په تاشکند کې لاسلیک شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب