Homeخبرونهپاکستان: طالبانو د ډیورنډ لرې سیمو ته د TTP د غړو د...

پاکستان: طالبانو د ډیورنډ لرې سیمو ته د TTP د غړو د لېږد وړاندیز کړی

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )   د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي، د طالبانو واکمنې ادارې اسلام اباد ته وړاندیز کړی چې له پولې لرې سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله وال انتقال کړي.

  ثناءالله وویل، افغان طالبانو وړاندیز کړی چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دې د افغانستان په قبایلي سیمو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای شي تر څو هغو سیمو ته، چې اوس یې پاکستان پوله بولي، د هغوی لاسرسی اسانه نه وي. .

د هغه په ​​وينا، کابل دغه وړانديز دوه مياشتې وړاندې اسلام اباد ته کړى و.

د طالبانو رژیم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي د دغه هیواد په سرحدي سیمو کښې اوسیږي او د پاکستان او افغانستان له پولو څخه د هغوي واټن پاکستان ته د هغوي لاسرسی محدودوي.

خو اسلام اباد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې د TTP غړي به د افغانستان کومو سیمو ته انتقالیږي.

کابل کې د طالبانو رژیم ټینګار کوي چې د TTP مسله د پاکستان داخلي مسله ده او باید د دې ډلې او اسلام اباد ترمنځ په دوه اړخیزه توګه حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي تېره میاشت پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل عملیات پلانوي. هغه ادعا چې تل د کابل لخوا رد شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...