Homeخبرونهپه نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ستونزې داخلي مسله ده

په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ستونزې داخلي مسله ده

تاند:(شنبه، د جوزا ۱۳ مه) د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند “ارندام باغچي” وایي، زموږ له نظره په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د ادارې په اړه ستونزې یوه داخلي موضوع ده.

هغه زیاته کړه: هیله لرو چې افغان چارواکي به په خپل منځ کې د سفارت د کنټرول مسئله حل کړي.

په تېر حکومت کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د استازي په توګه کار ته دوام ورکړ، خو په دې وروستیو کې د کابل نوي حکومت خپل سفیر معرفي کړ چې د دیپلوماتانو او پخوانیو له مخالفت سره مخامخ شو.

د روان کال د مې په وروستیو کې ځینو رسنیو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه پخواني ډیپلوماټ له خولې خبر ورکړ چې د هند حکومت په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

دغې سرچینې دا هم ویلي چې “قادرشاه” د طالبانو له خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

قادر شاه په هند کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د دغه هېواد په تېر حکومت کې د ملي امنیت د شورا د ویاند په توګه کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...