بوديزم يا بودايت د نړۍ په لويو دينونو کې شمېرل کېږي. بودايت يوازې دين نه دی، بلکې يوه فلسفه او د ژوند تېرولو لار هم ده بودايت د ((سيدارتا)) پرافکارو بنا شوی او وروسته يې د پيروانو په افکارو او زياتونو پرمختيا موندلې ده.
سيدارتاما، ته به خپلو پيراوانو((بودا)) ويل((بودا)) په سنسګريت او پالي ژبو کې د (ويښ شوي[1])) او ((روښان شوي[2])) په مانا دی. په پښتو او هندي ژبوکې (بوډا، بوړا) د زوړ او مشر سړي مانا ورکوي. ښايي چې د پښتو او هندي ژبو کلمې هم د((بودا)) هغه بڼې وي، چې د دغو ژبو ويونکو ته له خپلو بودايي نيکونو څخه په ميراث پاتې شوې وي. د پښتو او هندي(بوډا- بوړا)کې هم د مشرولۍ، پيرۍ، هوښيارۍ، روښانۍ … مانيز څرکونه شته چې دغه کلمې آن تر((بودا)) پورې رسولای شي.
همداشان په پښتوکې د ((بوډا)) تر څنګ د(بوت) او په پارسۍ کې د (بت) کلمې هم له((بودا)) او وروسته د هغه له مجسمو سره په تړاو پښتو او پارسۍ ته ورغلي دي.
که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګوتاما) ته ويل شوي؛ خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې د خپل دين لوړ مقام يې ترلاسه کړی(بودا) ويل شوي دي.
سيدارتا د((بودا)) ترڅنګ د((ګواتاما))، ((ګواتاما بودا))، ((ګواتاماسيدارتا))، ((شاکيه موني = د ساکانو هوښيار Shakyamuni))، ((شاکيه موني بودا Shakyamuni Buddha)) په نومونو هم ياد شوی دی.
د بريتانې يوې ليکوالې کاران ارمسترانګ Karen Armstrong چې د دينونو مقايسوي څېړنه يې کړې، د بودا په ژوند ليک کې ليکي:
((دا ډيره ګرانه ده چې د بودا يو داسې ژوند ليک دې وليکل شي چې د نوي عصر له معيارونو سره برابروي، ځکه چې مونږ ډېر کم داسې مواد لرو چې په تاريخي لحاظ دې کره وګڼل شي؛ خو بايد مونږ معقولا ډاډه واوسو چې ګواتاما بودا موجود و. او بله دا چې پيروانو يې د هغه د ژوند تېرسرۍ او لارښوونې څومره ښې چې کيدای شوې، ساتلي دي.))[3]
د بودا زوکړه، ځواني او مړينه:
د ګواتاما بودا د زوکړې په اړه ټول پوهان يوه خوله نه دي. په ((ورلډبوک اف انسايکلو پيډيا کې)) يې د زوکړې نېټه (۵۶۳ ق م) او د مړينې نېټه يې (۴۸۳ ق م) اټکل شوې او عمر يې اتيا کاله ښودل شوی دی؛ خوپه تاريخ هندوستان کې يې د زوکړې نېټه ( ۵۵۷ ق م) او د مړينې نېټه ( ۴۸۰ ق م) ښودل شوې ده. تاريخ هندوستان دا نېټه د کيمبريج هسټري اف انډيا په اخځ راخېستې ده.
خو د ګواتامابودا عصر ته نږدې، بودايي اثر- ترای پيټاکا Tripitaka (پالي ژبه کې درې ټوکرۍ مانا ورکوي) کې راغلي چې ګواتاما د اوسني نيپال په (لمبينيLumbini) سيمه کې، په شاوخوا (۵۶۳ ق م) کې زيږيدلی و او(کپل واستو) کې لوی شوی و.[4]
کپل واستو، د نيپال د ((ټرای)) دولت پلازمېنه وه. دلته د ساکانو (شاکيه) ټبر د کشتريانو دولت و. د دغه دولت پاچا(شودودانه Śuddhodana) نومېد. ګواتاما بودا د دغه پاچا زوی و. دی د خپل مور و پلار يوازينی زوی و[5]، له همدې امله هغوی په ناز ونخرو لوی کړی و. ګواتاما بودا له وړکتوب نه د مفکر خويونه درلودل. ده به چې د دنيا غمونه او تکليفونه ليدل ډېر به خپه کېدو. ډيری وخت به هغه په دې سوچونوکې و چې ((په کومو لارو انسان د دنيا له غمونوخلاصيدای شي؟))
د حقيقت په لټه د بودا، له کوره وتل:
ګواتاما بودا نهه ويشت کلنۍ کې خپل کور پرېښود، ځنګله ته ولاړ او هلته يې رياضت ((تپ)) پيل کړ او د ژغورنې د لارې په لټون کې شو. په دغه وخت کې هغه د خپل وخت ټول معلوم ديني اثار ولوستل؛ خو زړه يې پرې يخ نشو؛ همدا وو چې شپږ کاله يې نور رياضت هم وکړ، پر له پسې روژه يې ونيوله، سا يې نه اخیسته، درد يې پر ځان راوست او آن تر مرګه يې ځان ورساوه، خو په دې يې هم مطلب ترلاسه نشو. نو په دغه مهم مهال کې يې د يوې نجلۍ وريژې او شيدې قبولې کړې او د حقيقت د موندنې لار يې بدله کړه.
ګواتاما بودا ته د وړکتوب يوه تجربه ورپه ياد شوه، چې تر يوې ونې لاندې يخ سيوري ته په ناسته يې زړه سکون موندلی و. په هم دې لټه نوموړی د سيند يوې ښکلې غاړې ته د يو انځر، مقدسې ونې سيوري ته د حقيقت په لټه کېناست او پرېکړه يې وکړه، چې تر څو په حقيقت پوه شوی نه وي له دغه ځای به نه پاڅي. دغه ځای (بوداګايه) نومېږي.
له دې وروسته ګواتاما بودا د حقيقت د موندنې لپاره(اناپانه سټي Anapanasati) عبادت پيل کړ، په دې يې هغه څه ترلاسه کړل چې بودايان ورته منځنۍ لار(سنسکريت کې: (madhyamā-pratipad وايي او د ځان کړولو self-indulgence او رياضت self-mortification ترمنځ ده.
له څو وروځووروسته د ګواتاما ذهن خلاص شو او ځان يې له غم او بيا-بيا زيږون څخه خلاص کړ او د بشپړ روښان شوي موجود[6](سنسکريت کې: samyaksaṃbuddha) په شان راپاڅېد.
په همدې سره د ده لټون پای ته ورسېد. د ده په وينا هغه څه چې غوښتل يې، ويې موندل. له دې وروسته ((سيدارتا)) ته (ويښ شوی)، (روښان شوی) يا ((بودا)) وويل شول. ګواتاما بودا په دغه وخت کې ۳۵ کلن و.
ډېر ژر يې يوه ډله پيروان پيدا کړل او تبليغ يې پيل کړ. اوس يې نو د (ويښيدو لار) چې د هندوستان په ټوله شمال ختيزه خوا کې له ګرځېدو وروسته موندلې وه، خلکو ته ښووله.
څلور لوی حقيقتونه Four Noble Truths:
د ګواتاما بودا په لارښوونو کې څلور لوی حقيقتونه مرکزي حيثيت لري.
لومړی، ژوند غم ((دوکا)) دی. شتون Existence کې غم لوی لاس لري.
دويم، د غم لامل هوس دی. مونږ غمجن يو ځکه چې د څيزونو وږي يو او په پايله کې د څيزونو غلامان ګرځو. د شتمنېدوهوس موږ له پوهې او بصيرت insight راګرځوي. يوازې د ښه توب، رښتينولۍ او له ګناه څخه د پاکېدوsalvation هوسونه د ستاينې وړ دي.
درېيم، که هوسونه ولکه شي نو غمونه کمېږي.
څلورم، د هوسونو د له منځه وړلو لپاره پر(درنه اته نرخيزه لار Noble Eight Fold Path) تلل پکار دي. د دې لارې په پيروۍ کړاو پای ته رسيږي. دغه اته نرخيزه لار له ( ۱ ـ ښه نظر Right view، ۲ – ښه اراده Right intention ، ۳ – ښه وينا Right speech ، ۴ – ښه کړنه Right action ، ۵ – حلاله ګټه Right livelihood ، ۶ – نیک کوښښ Right effort ، ۷ – ښه يادښت Right mindfulness ۸ – ښه ترکيزRight concentration څخه عبارت دي.
بوداويل چې نيروانا (د صوفيانو په ژبه: مطلقه ښکلا يا مطلق خير يا مطلقه خوشبختي) پر دغه(اته نرخيزه لار) له عمل کولو وروسته ترلاسه کېدای شي. له دې سره پرځانغوښتنه او افسوس برياموندل کېږي او بشپړه ازادي او ارامي ترلاسه کيږي.
د ګواتاما بودا په لارښوونو کې ځان پېژندنه يوه له لويو نيکيو ګڼل شوې ده. له ځان نه ناخبري او په ځان کې وره کېدل self-centering، هوس او افسوس پيدا کوي. د دغسې پوهې د تر لاسه کولو تر ټولو غوره لار ښه چلند دی. هر څوک بايد ځانساتنه Self-Control، تواضع Humility، سخاوت او شفقت Mercy خپل کړندود وګرځوي.
بله لويه نيکي د بودا په نزد مينه ده. ده ويل چې يوښه لارښود هرومرو بايد ((له مينې ډک زړه چې غصه او ناوړه هوس ونه پېژني، ولري.)) بودا ويل: (( کرکه په کرکه هيڅکله نه پاکېږي، کرکه په مينه پاکيږي.))
ځينې بودايي باورونه:
بودايان په خپلو عباداتو سره کوښښ کوي چې دوجود له بنده خلاص شي او له عدم وجود (نيروانا) سره يا د مسلمانو صوفيانو په وينا له مطلق حسن سره يو ځای شي. دوی وايي چې بشر له داسې څيزونو جوړ دی چې له انسان نه مخکې يې شتون درلود او له مړينې وروسته به بېرته هغه حال ته ورګرځي او بيا به په نړۍ کې منتشر کيږي.
کرم يا کرما:
د دې کلمو لغوي مانا کار يا عمل دی. يوازې پر انسان نه بلکې پر ټولو ژوندي سرو د هغو د خپلو کړنو اغېز موجود وي. په ځانګړي ډول غم (دکا) د انسان د خپلو غلطو يا ناوړه کړنو پايله وي. کرما د علت او معلول قانون دی. کرما پر دې ټينګار کوي چې ټول وګړي د خپلو تېرو او اوسمهالو کړنو مسوول په خپله دي او د خپلوکړنو د پايلې مزه به څښي.
د دې واقعيت ځواب په دې کې خلاصه کېږي:
۱- د کړنې اراده ۲- پر خپل ځان د کړنې اغېز ۳- او پر نورو خلکو د کړنو اغېز
د بودايي لارښوونو اساسات په ډېر څرګند او عملي ډول دا دي، چې هېڅ شی مطلق ندی، کړنې عواقب لري، بدلون امکان لري. لکه څنګه چې بودايت پر يوخالق خدای باور نلري او عبادت ته يې په خپل دين کې ځای نه دی ورکړی نو له همدې امله يې ځيني وګړي په دينونو کې نه شمېري.
د ګواتاما بودا تبليغ:
بودا چې کله په حقيقت ورسېد؛ نو د خپلو نظرياتو تبليغ يې پيل کړ او ډير پيروان يې وموندل. دوی به خپل ځانونه (ارهت Arahat)) چې د (ارزښتمن کس)) مانا ورکوي ګڼل.
هرمذهبي لارښودMonk به ژېړه چپن robe اغوسته، سر به يې خرېيه، د ملنګانو کچکول به يې ګرځاوه، او هره ورځ به يې عبادت کاوه. هر مذهبي مشر به خپله کورنۍ، ملګري او شتمني پرېښووله. ګواتاما بودا او د هغه مذهبي ملګرو ورو-ورو د هندي ټولنې طبقاتي پولې ماتې کړې او بالاخره ډير وګړي يې په بودايت کې سره متحد کړل.
د بودا پيروانو د هغه لارښوونې ټول هندوستان، تبت، سريلنکا، برما، تايلنډ او ان افغانستان ته ورسولې او وروسته يې په لږ څه بدلون د چين، جاپان، کوريا او نورو سيمو ته هم ورسېدې.
د وخت په تېريدوسره د نورو دينونو په شان د بودا له لارښوونو بېلا بېلې فرقې او فکري ښوونځي رامنځته شول. د بودا له مړينې وروسته يې پيروان په دوو ډلو هنايانه Hinayana (کوچنی ګاډی) او ماهيانه Mahayana (لوی ګاډی) ووېشل شول. هنايانه، د بودا اصلي لارښوونې تعقيبولې خو ماهيانه د بودا لارښوونو ته پراختيا ورکړې وه.
بودايت که هر ډول و خو په هغه وخت کې هندومت خپل اغېز له لاسه ورکړی و او هندي ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخ وه. په دغه وخت کې ګواتاما بودا بغاوت وکړاود هندي ټولنې وګړي يې تر ډېره بريده پر يو ټغر ټول کړل.
بودايت که څه هم ډېره انساني فلسفه او ژوند لاره ده؛ خو پدې لار کې انسان له هيلو او ارزوګانو څخه منع کېږي چې په پایله کې انسان د پرمختيا کوښښ پرېږدي او ګوښه نشين کېږي او د يو څيز د بدلون او پرمختيا وړتيا له لاسه ورکوي.
خو د بودايت د عبادت لارې د انسان له فکري ودې سره مرسته کوي او د يو ښه انسان په جوړښت کې عملا مرسته کولای شي.
بودايت دصوفيانو پر افکارو ژور اثر کړی او ددغو افکارو په پایله کې صوفيان هم د نږه ښکلا(مطلق حسن) په تمه د کوټو په کونجونو کې ناست وي او دژوند نورې معاملې پريږدي او د ژوند عقلي او قانوني لوبه کې ماتې ته غاړه ږدي، مني یې او ٍيوازې په خيالاتو کې ژوند کوي او له خيال پلونو نه خوند اخلي.
که څه هم يو شمېرهغه بودايان چې د خپل دين منفي ټکو او نيمګړتياو پټولو او ساينسي ښوولو کوښښ کوي وايي چې ټول بودايان ګوښه نشين ندي او خپل هوسونه، نه وژني خوداخبره ځکه سمه نه بريښي چې د بودايت اصلي موخه د ((نيروانا)) ترلاسه کول دي او ((نيروانا)) ترلاسه کولو لپاره چې کوم عبادات کيږي هغه تقريبا ټول دژوند له هيلو سره غيږې نيول او دخواهشاتو مړه کول دي.
دبودايت ((کرما)) واقعا چې ډيرعلمي او ساينسي قانون دی، د هر انسان سرنوشت د هغه پر کړو وړو ولاړ دی او هر انسان چې څه کري هغه به ريبي چې پر دې اساس ژوند کول انسان ته د تقدير په لاس کې نيولو چانس ورکوي.
اخځونه
- پرشاد، ډاکترايشوري، تاريخ هندوستان، اله اباديونيورسټي، ۱۹۲۶ ز
- جلالپوري، علي عباس، روايات فلسفه، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان
- جلالپوري، علي عباس، خردنامه جلالپوري، تخليقات، بيګم روډ، لاهور پاکستان
- فقيري، محمدنسيم، ګزيده تاريخ افکار سياسي، مؤسسه تحصيلات عالي دعوت-پوهنځی حقوق وعلوم سياسي، ۱۳۸۸هـ ش
- The World Book Encyclopedia,Volume B, USA, Field Enterprises Educational Corporation, 1960 AD
- Hassan, Brig Javed, India: A Study in Profile, The Army Press, 1990, Rawalpindi, Pakistan.
- Www.Wikipedia.Org (Pashto -March 2013)
- Www.Wikipedia.Org (Urdu -March 2013)
- Www.Wikipedia.Org (Persian -March 2013)
- Www.Etymonline.Com (March 2013)
- Http://Www.Buddhanet.Net/E-Learning/5minbud.Htm (March 2013)
- Http://En.Wikipedia.Org/Wiki/Gautama_Buddha (March 2013)
- Http://En.Wikipedia.Org/Wiki/Buddhism (March 2013)
- Www.Wikipedia.Org (English -March 2013)