جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ریاست: هره میاشت تر سل زرو زیات پاسپورټونه وېشو

پاسپورټ ریاست: هره میاشت تر سل زرو زیات پاسپورټونه وېشو

تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه )   د افغانستان  د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمن مولوي عبدالکریم حسیب وایي د دې ادارې له لارې هره میاشت تر سلو زرو زیات پاسپورټونه مراجعینو ته وېشل کېږي.

هغه دا خبره، د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ته د راپور ورکولو پر وخت کړې ده.

 ملا حسیب ویلي، د پاسپورټونو د وېش د لازیاتوالي په موخه هڅې روانې دي.

د ملا حنفي دفتر وایي، چې نوموړي د پاسپورټ ریاست واکمن ته ویلي: پاسپورټ د هر افغان وګړي عادي حق دی او د دغه حق د چمتو کولو په خاطر باید له هیڅ راز هڅو دریغ ونه شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د پاسپورټونو ترلاسه کول او له هېواده وتل په افغانستان کې یوه له تر ټولو زیاتو هڅو ده، چې خلک یې کوي.

له دې سره، د پاسپورټ ادارې میلیوني مراجعین د پاسپورټونو ترلاسه کول د تور بازار برخه ګرځولې او ادعا کیږي، چې طالبان پر یوه پاسپورټ لږ ترلږه یو نیم زر امریکایي ډالر هم اخلي.

طالب چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي، خو خلک یې په دې اړه په دروغ ویلو او حقیقت پټولو تورنوي.

2 COMMENTS

  1. که دا رښتيا وي، باید د وېشلو شمېر يې را لږ کړي، که نې یو کال وروسته به نیم افغانستان مهاجر وي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب