تاند- له نن څخه ۳۶۴ کاله پخوا د ۱۶۵۸ ع کال د جولای په یو دېرشمه (۳۱) اورنګ زېب په هند کې د پاچهۍ پر ګدۍ کښېناست. اورنګ زېب د هندي مغولانو د هغې لړۍ غړی وو چې بابر تاسیس کړې وه.
اورنګ زېب د ۱۶۱۸ ع کال د اکتوبر په یوویشتمه نېټه زېږېدلی وو.
دی د شاه جهان درېم زوی و چې د تاج محل ماڼۍ یې د خپلې ماندینې د قبر لپاره جوړه کړې وه.
اورنګ زېب د خپل پلار شاه جهان بله لوري د دکن نایب السطنه وګومارل شو.ده له وړو هندو شاهانو سره په جګړه کې مهارت وښود.
اورنګ زېب د مذهب له نظره د خپل پلار او خپل مشر ورور خلاف ډېر متظاهر او سخت وو.
ده نه منله چې د پاچهۍ تخت ورنه کوای شي او له همدې کبله یې له خپلو نورو وروڼو سره د خپل مشر ورور(دارا) پرضد لاس یو کړاوهغه یې د هند ترشماله پورې تعقیب کړ او ویې واژه.
وروسته یې خپل نور وروڼه له منځه یووړل او په خپله اګرې ته ستون شو.
اورنګ زېب اګرې ته له ستنېدو وروسته خپل پلار بندي کړ او په خپله پر تخت کښېناست.ده له دې ټول قصاوت او بې رحمۍ سره سره په مذهب تظاهر کاوه او حتی په خپل دربار کې هنرمندان او سندرغاړي نه پرېښودل.ځکه خو لوی خوشال ویلي:
چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګ زېب هسې بادشاه دی د اسلام
ده د خپلو پلرونو په خلاف له معمارۍ سره هم مینه نه لرله خو له دې سره سره یې د لاهور شاهي جومات جوړ کړ.ده وروسته پرهندوانو فشار راوړ چې له خپل دینه واوړي.پر هغوی یې هرراز جبر کاوه او جزیه یې ورته وټاکله.
د ده دا ډول سلوک سبب شو چې د هندوستان اکثریت (هندوان) ورسره دښمني پیل کړي.تردې چې د هند په جنوب لوېدیځ کې د هندوانو له مرهټیانو سره په جګړه کې ښکېل شو.د هند د شمال لوېدیځ راجپوټانو هم ورسره جګړې ته راپورته شول.
اورنګ زېب له نژدې پنځوس کاله پاچهۍ وروسته د ۱۷۰۷ د مارچ په درېمه ومړ.د ده له مړینې سره په هندوستان کې نه یوازې د بې رحمۍ او سخت ګیرۍ پای ته ورسېده بلکې د مغولو د امپراتورۍ زوال هم پیل شو.