جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسېل په زابل کې لږترلږه ۳۰ تنه مړه کړي، په ګڼو ولایتونو...

سېل په زابل کې لږترلږه ۳۰ تنه مړه کړي، په ګڼو ولایتونو کې د نورو سیلونو اټکل شوی

تاند (یکشنبه، د اسد ۹ مه) راپورونه وايي چې سیلونو په زابل ولایت کې شاوخوا ۳۰ تنه مړه کړي او احتمال شته چې د دغه ولایت په شمول په ګڼو نورو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو له کبله نن او سبا نور سیلونه جاري شي.

په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو ريیس حاجي قاسم پرون (شنبه) رسنیو ته وویل چې د ۱۳ طالبانو په ګډون ۲۶ تنه په دغه ولایت کې سیلونو وړي او وژلی دي.

له بلې خوا د زابل د عامې روغتیا ريیس وايي، له دې کیله چې اکثره لارې سیلونو ویجاړې کړي او مخابراتي شبکې له منځه وړي نو د مرګ ژوبلو او تاوانونو حقیقۍ شمېر ممکن تر دې خورا زیات وي.

پرون له غزني څخه په یوه خبر کې ویل شوي و چې په دغه ولایت کې ۱۰ طالب جنګیالي سېل وړي او وژلي دي. له کندهار څخه هم د ۸ تنو د مړینې خبر ورکړای شوی و.

د تېرو ۲ ورځو سیلونو لسګونه کسان مړه کړي، د افغانستان پاکستان لاره بنده کړې

د زابل د ټولګټو ريیس حاجي قاسم وايي چې په مرکز کلات او همداراز ارغنداب، سیوري، شمولزو، خاک افغان، دای چوپان او شهر صفا ولسوالیو کې سختو سیلونو خلکو ته د سر و مال سخت تاوانونه اړولي دي.

د ده په وینا تراوسه (پرون شنبه) پورې د ۲۶ تنو مړینه او د ۴ ټپي کېدا تثبیت شوې ده.

حاجي قاسم وايي چې په وژل شویو کې ۱۳ طالبان شامل دي. ده د ۴ ښځو او ۳ ماشومانو مړینه هم تایید کړه.

د زابل د ټولګټو ريیس دا هم وویل چې تراوسه د ۲۵ کورونو او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزې مځکې د ویجاړېدو خبر وررسېدلی دی.

حاجي قاسم وايي چې د سیلونو ترڅنګ ږلۍ هم ګڼو باغونو په تېره بیا د بادامو باغونو ته سخت تاوانونه پېښ کړي دي.

سیلونو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د سرومال سخت تاوانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د نورو ورښتونو او په نتیجه کې یې د سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې د اټکل پر اساس بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، میدان وردک، کابل، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست هغه ولایتونه دي چې نور شدید بارانونه او سیلونه پکې راتلای شي.

د هواپېژندنې ادارې له اټکل  سره سم به په دغو ولایتونو کې نن او سبا د ۱۰ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ ورښت وشي.

سېلابونو تېره مياشت نیږدې ۳ سوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

1 COMMENT

  1. مړه سوی کسانو ته د الهی بخښی او ځپلو کسانو ته د غمیزی د زغم او د مالی توان خاوندانو ته د ځپل سوو کسانو سره د مرستی هیله لرو.
    داسی ښکاری چی نیم بشریت د طبیعی سیل او طوفان تر څنګ د سیاسی – نظامی – استعماری سیل هم قربانی دئ.
    دا ګړی خو زموږ د وطن څخه درانه تور د ډبرو سکاره بې حساب او کتاب د هیواد شرق او جنوب ته درومی خو له هغې خوا ئې په عوض کی توری او درنې ” مونسنی ” وُریَځی بې حساب او بې کتاب را لېږل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب