یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تېرو ۲ ورځو سیلونو لسګونه کسان مړه کړي، د افغانستان پاکستان...

د تېرو ۲ ورځو سیلونو لسګونه کسان مړه کړي، د افغانستان پاکستان لاره بنده کړې

تاند (شنبه، د اسد ۸ مه) د شدیدو ورښتونو له کبله په افغانستان کې سلګونه تنه مړه او ژوبل شوي او ګڼې لارې یې بندې کړي دي.

د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه او تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، د سختو ورښتونو په نتیجه کې سیلونو د کوټې – زاهدان رېللار په ګڼو ځایونو کې وړې او له افغانستان سره یې د پاکستان سوداګري راکړه ورکړه درولې ده.

له سپین بولدک څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په دې ولسوالۍ کې سېل د ګمرک ودانیو ته ننوتی او همداراز یې یو شمېر کورونه ویجاړ کړی دی.

د ډیورند پورې غاړې ته، په تېره بیا په نوشکي، دالبندین او تفتان کې سیل لږترلږه ۱۰۰ کورونه نړولي دي.

په سپین بولدک او چمن کې د سخت ورښت او سیل له امله لاره بنده شوې او دواړو خواوو ته ګڼ شمېر کانتینرونه منتظر ولاړ دي.

په بلوچستان ایالت کې د سیل له کبله اکثره لارې بندې شوي. پاکستانی رسنۍ وايي چې د بلوچستان او سند ایالتونو ترمنځ تګ راتګ د سیل له امله په ټپه درېدلی دی.

د بلوچستان ایالت له بیړنیو پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس عبدالعزیز الحق پرون (جمعه) وویل چې په دغه ایالت کې د سیلونو له کبله لږترلږه ۱۲۴ تنه مړه شوي او تر ۱۰ زره ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د ولسوالیو ترمنځ هم لارې بندې شوي دي.

د اروزګان ولایت د خاص ارزوګان او ګیزاب ولسوالیو لارې بندې شوي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی محمدنسیم حقاني وايي، د وروستیو دوو ورځو په سیلونو کې ۱۸ تنه مړه شوي، لسګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

د ده په وینا لس تنه د غزني په قره باغ ولسوالي کې هغه مهال مړه شول چې د سیل په نتیجه کې یې موټر ډوب شو او ۸ تنه نور په کندهار کې مړه شوي دي.

له بلې خوا د زابل د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وايي چې سیلونو پرون په دغه ولایت کې ۶ تنه مړه کړي او زیات څاروي او مالونه یې وړي دي.

ویل کېږي چې یوازې د وروستیو څو ورځو په سیلونوکې نژدې ۵۰ تنه مړه شوي او تر سلو ډ‌ېر نور ژوبل شوي دي.

دې ته په پام چې سیلونو لسګونه زره جریبه مځکې له ولاړو فصلونو سره لاندې کړې او سلګونه کورونه یې نړولي، اټکل کېږي چې د مالي تاوانونو له نظره دا سیلونه کمساري دي.

تر دې پخوا د کال په دې وخت کې په دې پیمانه ورښتونه او سیلونه په افغانستان کې نه دي لیدل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب