Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا د افغانستان بانک د شتمنیو یوه برخه ازادوي

امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو یوه برخه ازادوي

تاند (شنبه، د اسد ۸ مه) د امریکا د بهرنیو چا رو وزارت وايي، د افغانستان بانک د شتمنیو د ازادولو په اړه له طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې د دغو پیسو یوه برخه ازادوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست په مشرۍ امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو او مالیې له سرپرست وزیرانو سره په تاشکند کې د افغانستان بانک د درې نیم میلیارد ډالرو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، دا اقدام په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره شوی او متحد ایالتونه هڅه کوي چې دا بهیر چټک کړي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس وايي چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ د افغانستان بانک د شتمنیو د ازادولو په تړاو اختلاف شته.

امریکا هڅه کوي چې په افغانستان بانک کې یو وجهي صندوق جوړ کړي او یو بهرنی درېیمګری لوري یې اداره کړي.

ټام ویست او د افغان ښځو لپاره د امریکا د حکومت ځانګړې استازې رینا امیري تېره اوونۍ تاشکند ته لاړل چې په دغه ښار کې د افغانستان په اړه په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ له طالبانو سره د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه خبرې وکړي.

د تاشکند غونډې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وویل:«واشنګټن چمتو دی چې د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.»

خو ده په عین حال کې له نړیوالو موسسو وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د دغو پیسو د مصرف په برخه کې د شفافیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم میلیارد ډالره شتمني، چې د متحدو ایالتونو په بانکونو او خزانې وزارت کې ساتل کېده، کنګل اعلان کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...