شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+پرمختیايي ملتونه او کمپیوټرپوهنه

پرمختیايي ملتونه او کمپیوټرپوهنه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

شپږمه برخه

پرمختیايي ملتونه او کمپیوټرپوهنه

د کمپیوټري ټکنالوژۍ په هکله ډېری لیکنې پر هغو پرمختګونو تمرکز لري چې له تخنیکي پلوه په پرمختللو ملتونو  لکه امریکا، اروپايي اتحادیه او جاپان کې رامنځته شوي وي. د دې ترڅنګ د نړۍ په دوو تر ټولو ګڼ نفوسه هېوادونو، چین او هند، کې هم معلوماتي اقتصاد په تېزۍ سره د ودې په لور رهي دی. ښه نو هغه ملتونه څنګه چې تر ټولو بې وزلي او تر ټولو کم پرمختګ یې کړی، په تېره بیا افریقايي هېوادونه؟

زېربنا

د پرمختیايي هېوادونو مشترک پرابلم د هغو اساسي زېربناوو نه لرل دي چې برېښنايي وسایل پرې تکیه لري – مثلاً د ټلیفون مزي، ټلویزوني کېبلونه، او ان باوري برېښنا. (د ځمکې پر مخ، شاوخوا دوه بیلیونه خلک لا هم برېښنا ته لاسرسی نه لري!)

پر دې ستونزو باندې د برلاستیا یوه لاره دا ده چې د مزو له پړاو نه ور تېر شو او له بې سیمه اړیکو نه ګټه واخلو، او شاید ښه به وي چې بیټرۍ یا حتی لمریزه انرژي وکاروو او په دې ډول په زېربناوو باندې د لویو دولتي پانګونو د اړتیا مخنیوی د یوه داسې سیسټم په رامنځته کولو وکړو چې ګرځنده، هر چاته او په اسانه د لاسرسي وړ او له وخت سره يې نور هم پراخه کړای شو. په ځینو بې وزله هېوادونو کې له مخه لا د ګرځنده ټلیفونونو استعمال په کلني ډول ۵۰ سلنه او تر دې هم زیاته وده کړې ده.

یو ځل چې اړیکو او ډیټا ته لاسرسی برابر شو، بیا نو ګټه اخیستونکی سمدلاسه له دې څخه اقتصادي معاوضه هم ترلاسه کولی او یا خپل ژوند ته پرې وده ورکولی شي، مثلاً کروندګر کولی شي چې موسمي راپورونه ترلاسه کړي او د مارکېټ له نرخونو نه ځان خبر وساتي. په دې سربېره، انلاین اړیکې ممکن کروندګر په یوه داسې وسیله سمبال کړي چې خپل ځان له سیاسي او اقتصادي پلوه پرې منظم کړي (مثلاً په co-ops کې ګډون وکړي). بله ګټه يې دا ده چې خلک د نړۍ له پرمختګونو نه خبرېږي چې ممکن د دوی پر ژوند هم اغېز پرېباسي او د لا ښه ژوند لارې چارې ور وپېژني، مګر استبداي دولتونه بیا اکثره وختونه د دې ډول تمایلاتو مخه نیسي، ځکه دوی د هغو جمهوري- اصلاحي غورځنګونو له پرمختګ نه وېره لري چې له یو بل سره په ښه شکل د ارتباط یا اړیکو ټینګولو وړتیا ولري.

د تشې ډکول

په پرمختیايي هېوادونو کې له شبکه يي نړۍ سره د نښلېدو پر وړاندې لوی خنډ پخپله انسان دی او ټکنالوژیک اړخ نه لري. تر دې له مخه چې خلک د کمپیوټرونو استعمال زده کړي، دوی باید لیک و لوست وکولی شي. په دې سربېره، په دې باره کې هم باید یو څه معلومات ولري چې ساینس او ټکنالوژي څه ده او زموږ د اقتصادي ودې لپاره ولې مهم دي.

په دې سربېره چې د اړیکو نیولو او یا د زراعت او تجارت لپاره د کمپیوټرونو استعمالول زده کړي، پرمختیايي هېوادونه باید د وګړو یوه داسې ډله هم ولري چې په هغو پرمختللو مهارتونو سمبال وي چې د ځان بسیا معلوماتي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره ضرور دي، چې له دې ډلې څخه تخنیکپوهان، ملاتړ ډلې، ښوونکي، انجینران، پروګرام لیکونکي او کمپیوټر پوهان ښودلی شو.

په هند او په تېره چین کې د کمپیوټرپوهنې د چټک پرمختګ یو لامل دا هم دی چې دغه هېوادونه د تعلیم او تربیې مؤثر او پرمختللي سیسټمونه لري، البته دا خبره بېله ده چې میلیونونه وګړي يې لا هم په لومړنیو اړتیاوو ژوند تېروي. بل خوا، د دوی د مسلکي خو نسبتاً ارزانه مزدورانو لوړ شمېر د بهرنیو پانګونو توجه هم جلبه کړې ده. د چین او هند ترڅنګ، نور هغه هېوادونه چې د برېښنايي وسایلو د جوړونې پیاوړی صنعت لري، سینګاپور، کوریا، مالېزیا، مکسیکو او برازیل هېوادونه دي.

ملګرو ملتونو د ټکنالوژیکو لاسته راوړنو یو انډېکس (TAI) لري چې د یوه هېواد د ابتکار، په مؤثر ډول د معاصرې او شته ټکنالوژۍ د استعمال او له تخنیکي پلوه کارپوه کارمندانو د رامنځته کولو وړتیاوې اندازه کوي.

یو لپټاپ هر ماشوم ته

یوې خواته که د ټکنالوژۍ د پرمختګ عنعنوي لیدلوری د زېربنا او مهارتونو په اهمیت ټینګار لري، نو بل لور ته د تعلیمي لرلیدنې فعالان په بې وزلو او پرمختیايي هېوادونو کې د معلوماتي اقتصاد د «پیل او اقدام» لاره وړاندیزوي، دوی وايي چې د بې سیمه ټکنالوژۍ د پوټنشیال سربېره، په پرمختیايي هېوادونو کې له نړیوالې شبکې سره د نښلېدو لپاره بسنده کمپیوټري ځواک ته لاسرسی له ډېر کم شمېر وګړو پرته، د خلکو لپاره ډېر قیمته تمامېږي. (مثلاً یو شخصي کمپیوټر په ۴۰۰ ډالره کېږي چې د هایټي هېواد د یو کال له سرانه عاید نه هم زیات دی.)

د دې په غبرګون کې د MIT کمپیوټرپوهانو د «یو لېپټاپ هر ماشوم ته» په نوم د یوه غورځنګ بنسټ ایښی. د یاد غورځنګ کمپیوټر (چې ابتدايي نمونه يې په ۲۰۰۵ کې معرفي شوه) لاندې ځانګړنې لري:

  • ډېر ټیټ برېښنايي لګښت (۲-۳ واټه)
  • د برېښنا ټیټ او عالي حالت؛ کله چې د برېښنا خارجي سرچینه موجوده وي، نو همدا عالي حالت يې سکرین ته رڼا ورکوي.
  • له مختلفو بیټریو، لاسي جنراتورونو یا د برق له خارجي سرچینې نه د استفادې وړتیا.
  • خپله ځاني بې سیمه شبکه.
  • لمسي ټکنالوژي او د کیبورډ لپاره د اوبو ضد پرده.
  • د هارډ ډرایو یا سي ډي روم پر ځای فلیش میموري.
  • خپلځاني رنګه کامره، مایکروفون او لاسپیکرونه.
  • اوپن سورس لینکس عامل سیسټم او نور پوستغالي او ورسره هغه پروګرامي ژبې چې شاګردانو ته په خاصه توګه ګټورې وي.

د نوموړي کمپیوټر اعظمي بیه کابو سل ډالره په نظر کې نیول شوې او د همکارو دولتونو له خوا توزیع کېږي. هغه هېوادونه چې په دې پروژه کې یې د ۲۰۰۷ کال د شمېرنو په اساس زړه نا زړه ژمنتیا ښودلې ده، په هغو کې د ارجنټینا، کمبوډیا، کوسټا ریکا، ډومینیک جمهوریت، مصر، یونان، لیبیا، نایجېریا، پاکستان، پیرو، روانډا، ټونیژیا، یوروګوې او په امریکا کې د ماساچوسټس او مین ایالتونه د یادولو وړ دي.

د دغې پروژې بنسټي فلسفه د «جوړښتي زده کړې» په نظریې بنا ده. د جوړښتي زده کړې له مخې ماشومان اساسي نظریات د مناسبو تعاملي سیسټمونو په مټ ډېر ښه زده کولی شي، یعنې دغه نظریه یو ډول دستګاه ده تر څو یو داسې نسل رامنځته کړي چې له داسې مهارتونو برخمن وي چې د ۲۱مې پېړۍ په معلوماتي اقتصاد کې وچلېږي، بې له دې چې د تېرو ۲۰۰ کلونو بې نظمه او صنعتي ډوله تعلیمي سیسټم یو ځل بیا را ژوندی کړي.

یوې خواته که یو شمېر مشهور انتقاد کوونکي معمولاً په چاپېریال باندې د میلیونونو په شمېر د کمپیوټرونو د تولید (او وروسته د هغو د ایسته غورځونې) د تاثیراتو په باره کې اندېښمن دي، خو ځینې نور بیا (د پرمختیايي هېوادونو د ځینو چارواکو په ګډون) په دې نظر دي چې هغه پیسې چې ماشومانو ته د کمپیوټرونو په جوړولو مصرفېږي، پکار ده چې پر ځای يې په لا زیاتو بېړنیو اړتیاوو وکارول شي، لکه پاکې اوبه، عامه روغتیا او د ښوونځي لومړني توکي.

که له «جز نه کل ته» لیدلوری وي او یا له کل نه جز ته، د اړیکو جال، مخابرات او معلومات د نړۍ په کچه د ودې په حال کې دي، البته دا بېله خبره ده چې دغه وده په غیرمساوي ډول روانه ده. خو څومره چې په پرمختللې نړۍ کې نوې ټکنالوژۍ وده کوي، او په پرمختیايي هېوادونو کې د تعلیم او لاسرسي مؤثر پروګرامونه جوړ نه شي، نو د ټکنالوژیک «نشتون» وضعیت تر دې هم بترېدلی شي.

اضافي لوستونه

1- Desai, Meghnad, et al. “Measuring the Technological Achievement of Nations and the Capacity to Participate in the Network Age.” Journal of Human Development 3 (2002): 95–122. Available online. URL: http://unpan1.un.org/intradoc/groups/public/documents/apcity/unpan014340.pdf. Accessed September 11, 2007.

2- One Laptop per Child. Available online. URL: http://laptop.org/vision/index.shtml. Accessed September 11, 2007.

3- Wilson, Ernest J., III. The Information Revolution and Developing Countries. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2004.

4- Wireless Internet Institute. The Wireless Internet Opportunity forDeveloping Countries. Boston, Mass.: World Times, 2003.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب