یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهناڅرګندو کسانو د کونړ یو دیني عالم وواژه

ناڅرګندو کسانو د کونړ یو دیني عالم وواژه

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) ‏‏‏‏‏د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ یو دیني عالم مولوي محمد اسرایل حنفي تېر مازیګر د ناپيژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

ځايي سرچينو او چارواکو د نوموړي د مرګ خبر تایید کړی.

مولوي محمد اسراییل حنفي د یادې ولسوالۍ د صاحبزاد ګانو کلي جامع جومات امام و.

د هغه د وژنې مسولیت چا یا کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په وروستيو کې بيا د ديني عالمانو د وژلو پېښې زیاتې شوي دي.

څو اونۍ مخکې د اهل حدیثو یو مشهور ديني عالم شیخ سردار ولي ثاقب په کابل کې ناڅرګندو کسانو په خپل کور کې وواژه.

مولوي محمد اسراییل (حنفي) په تیر حکومت او د طالبانو د حکومت په شاوخوا لسو میاشتو کې د خاص کونړ ولسوالۍ د حقوقو مدیر و، خو اوس له دندې ګوښه کړی شوی و.

د کونړ ځايي خلکو او دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې د دیني عالمانو قاتلان ونیسي او په سزا ورسوي.

د طالبانو ځايي چارواکو بیا په دې اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب