تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتريش په کابل کې د کرکټ د شپږیزې سیالۍ پر مهال د پرونۍ چاودنې غندنه کړې.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر هم پر خپله ټویټرپاڼه د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنه ښوولی دی.
طالبانو په دې چاودنه کې د ۴ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی و.
د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې په غیر مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه د دغه ټویټ له کبله ګیله څرګنده کړې ده.
نوموړي لیکلي:«له خپلو هېوادوالو، بهرنيو مېلمنو، ډیپلوماتانو او نړېوالو ادرسونو څخه مو هیله ده چې په مستقیم ډول د هغو شریرو افرادو لپاره د کمپاین ښکار نشي کوم افراد چې دلته د افغانانو خوښي نه غواړي!
له دوی څخه مو هیله ده چې د پېښې پر وخت د امنیتي ځواکونو منابع وڅاري.»
د پېښې څو عیني شاهدانو بيا تاند ته وويل، تر لسو ډېر جسدونه ېې د پرونۍ پېښې پر وخت لیدلي دي.
د دوی په وينا، طالبانو د نورو ډېرو پېښو په شان د دې پېښې دقیق جزییات له خلکو پټ کړي دي.