جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستاني ملایانو پلاوی وايي: افغان طالبان به د نجونو ښوونځي ژر...

د پاکستاني ملایانو پلاوی وايي: افغان طالبان به د نجونو ښوونځي ژر پرانیزي

تاند (شنبه، د اسد ۸ مه) د پاکستاني ملایانو ډلې له کابله تر ستنېدو وروسته وویل چې افغان طالبان به ژر ټولې نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د مفتي محمدطارق عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملایانو پلاوی، چې پرون (جمعه) بېرته پاکستان ته وګرځېد، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت د پخلاینې په هدف کابل ته راغلی و.

عثماني د افغان او پاکستاني طالبانو له مشرانو سره د خپلو خبرو ګټورتوب ته په اشارې هیله څرګنده کړه چې افغان نجونې به ژر اجازه ترلاسه کړي چې ښوونځیو ته لاړې شی.

د جیو نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو پلاوي د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني او د پوهنې وزیر په شمول له بیلابیلو مشرانو سره په کتنو کې د نجونو د تعلیم او د هیواد په پرمختیايي چارو کې د ولس د ګډون په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني ملایانو سره د ملا حسن اخند لیدنه؛ پر مختلفو موضوعاتو يې مشورې سره کړي

له بلې خوا د دغه پلاوي یوه غړي مولانا طیب پېښور ته له رسېدو وروسته دي نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې افغان طالبانو پاکستان ته ښه فرصت برابر کړی چې له ټي ټي پي سره روغه جوړه وکړي.

مولانا طیب وايي:«د افغان طالبانو له مشرانو سره موږ په خپلو غونډو کې، په دې ټینګار وکړ چې تاسي (طالبان) باید د نجونو ښوونځي پرانیزئ چې هغوی زده کړې وکړي. ما دوی ته د مثال په توګه وویل چې زه هم ملا یم خو خورزه مې همدا اوس د پاکستان په پوځ کې د جنرالې په توګه دنده ترسره کوي.»

مولانا طیب وویل چې افغان طالبانو ته یې وویل چې په پاکستان کې یوې ښځې قرآنکریم په پښتو ژبه ژباړلی چې هغه د ده مېرمن ده.

ده همداراز وویل:«زما مېرمنې په پښتو ژبه یو کتاب لیکلی چې د قرآن شریف په پوهېدو کې له خلکو سره مرسته کوي. که هغې درس نه وای ویلی، ښوونځي ته نه وای تللې، څنګه به یې د قرآن او دین دا ډول خدمت کړی وای؟»

مولانا طیب زیاته کړه، طالبانو ته یې مشوره ورکړه چې نجونې ښوونځي او پوهنتونونو ته پرېږدي. دوی ته یې وویل چې نجونو او هلکانو ته د جلا زده کړو چاپېریال برابر کړي.

د مولانا طیب په وینا طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو ډاډ ورکړ، ویې ویل چې ژر به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي چې د شریعت مطابق زده کړې وکړي.

ده له پاکستاني او افغان طالبانو سره خپلې خبرې اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې تقریباً پر ټولو مهمو مسلو یې له هغوی سره خبرې کړي دي.

دي نیوز وايي چې مولانا طیب د خیبر پښتونخوا یو ډېر مهم مذهبي مشر دی چې په طالبانو ډېر اغېز لري.

مفتي عثماني وویل، دوی د پاکستاني طالبانو له تحریک یا ټي ټي پی سره خپلو خبرو ته خوشبینه دي ځکه چې ټي ټي پي په پاکستان کې د سولې د ټینګېدو په اړه د بشپړ ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب